په کتاب او مقاله لیکنه کې د ۲۰۲۱ Word تخنیکونه او د کارونې لارې چارې سمینار تر سره شو!

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۵۸

بغلان پوهنتون د استادانو لپاره د یاد شوي پوهنتون د علمي چارو معاونیت د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري په مقاله او کتاب لیکنه کې د ۲۰۲۱ Word پروګرام د کارونې د تخنیکونو او عملي کارونې په اړه یو ورځنی سمینار تر سره شو. دغه سمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد نامزد پوهنيار مولوي عبدالهادي جواد له لوري د قرانکریم په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس مولوي صدق الله خالد منصور په خپله پرانېستونکې وینا کې په څېړنه او علمي چارو کې د تخنیکي او کمپیوټري پروګرامونو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې باید د خپلو علمي پروژو په مخته وړلو کې له نوښت او ټکنالوژۍ څخه کار واخلي. هغه زیاته کړه چې اوس د هېواد په پوهنتونونو کې د څېړنې لپاره زمینه مساعده ده او له علمي او څېړنيز فعالیت پرته په کې د بل هېڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

د سمینار ټرېنر او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیاراحمد فرید مهدي یار د ۲۰۲۱ Word او پخوانیو ورژنونو پر تفاوتونو خبرې وکړې او ګڼ هغه موردونه یې په عملي بڼه وښودل چې د کتاب او مقالې له لیکنې تر ډېزاین او خپرولو پورې ورته اړتیا لیدل کېږي. د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني د سیمنار په پای کې خپله ارزونه وکړه، ښاغلي رحماني د سمینار د ارزونې پر مهال وویل چې پر کمپیوټري پروګرامونو باندې د استادانو برلاسی په څېړنو کې د چټکتیا او اسانۍ سبب ګرځي. هغه همدا راز استاد مهدي یار ته د ستاینلیک ورکولو پر مهال وویل چې نوموړي ددې پروګرام مهم او غوره افشنونه په ښه ډول واضح کړل او له استادانو سره یې ژمنه وکړه چې دا ډول برنامې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې محصلانو د بغلان له طبیعي منابعو لیدنه وکړه.

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوژي او معدن پوهنځي د مفیدو جامدو موادو د استخراج څانګې (۴۰) تنو محصلانو د بغلان پوهنتون په همغږۍ د یاد ولایت له مهمو معدني او صنعتي ځایونو څخه علمي لیدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

دروس اصلاحی و دینی شیوخ کرام در پوهنتون بغلان آغاز شد.

روز شنبه ۲۴ ذوالحجه الحرام ۱۴۴۶ ه.ق مصادف با ۲۹ جوزا ۱۴۰۴ ه.ش–  دروس اصلاحی و دینی شیوخ کرام با حضور گسترده محصلان، استادان و کارمندان اداری پوهنتون بغلان آغاز گردید. این برنامه از سوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

بغلان پوهنتون محصلانو ته د «مسلکي سي وي لیکنې» تر نامه لاندې سیمینار وړاندې شو.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د ذوالحجه میاشتې ۲۰مه

بغلان پوهنتون اوه ګونو پوهنځیو څلورم ټولګي محصلانو ته د مسلکي سي وي لیکنې تر نامه لاندې سیمینار د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له. . .

BACK TO NEWS