په کتاب او مقاله لیکنه کې د ۲۰۲۱ Word تخنیکونه او د کارونې لارې چارې سمینار تر سره شو!

baghlan_admin
Tue, Sep 17 2024 2:58 PM

بغلان پوهنتون د استادانو لپاره د یاد شوي پوهنتون د علمي چارو معاونیت د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري په مقاله او کتاب لیکنه کې د ۲۰۲۱ Word پروګرام د کارونې د تخنیکونو او عملي کارونې په اړه یو ورځنی سمینار تر سره شو. دغه سمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد نامزد پوهنيار مولوي عبدالهادي جواد له لوري د قرانکریم په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس مولوي صدق الله خالد منصور په خپله پرانېستونکې وینا کې په څېړنه او علمي چارو کې د تخنیکي او کمپیوټري پروګرامونو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې باید د خپلو علمي پروژو په مخته وړلو کې له نوښت او ټکنالوژۍ څخه کار واخلي. هغه زیاته کړه چې اوس د هېواد په پوهنتونونو کې د څېړنې لپاره زمینه مساعده ده او له علمي او څېړنيز فعالیت پرته په کې د بل هېڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

د سمینار ټرېنر او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیاراحمد فرید مهدي یار د ۲۰۲۱ Word او پخوانیو ورژنونو پر تفاوتونو خبرې وکړې او ګڼ هغه موردونه یې په عملي بڼه وښودل چې د کتاب او مقالې له لیکنې تر ډېزاین او خپرولو پورې ورته اړتیا لیدل کېږي. د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني د سیمنار په پای کې خپله ارزونه وکړه، ښاغلي رحماني د سمینار د ارزونې پر مهال وویل چې پر کمپیوټري پروګرامونو باندې د استادانو برلاسی په څېړنو کې د چټکتیا او اسانۍ سبب ګرځي. هغه همدا راز استاد مهدي یار ته د ستاینلیک ورکولو پر مهال وویل چې نوموړي ددې پروګرام مهم او غوره افشنونه په ښه ډول واضح کړل او له استادانو سره یې ژمنه وکړه چې دا ډول برنامې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS