پوهنتون بغلان

پیام پوهنیار گل الرحمن رحمانی رییس پوهنتون بغلان

4 months 2 weeks ago

د بغلان پوهنتون د مشر پیغام

 

اکاډمیک مرکزونه د هېواد د ځوان نسل د مسلکي روزنې او وړتیاوو د لوړولو لپاره هغه بنسټونه دي چې د ولس د هیلو سترګو ور اوړي او د ګران هېواد افغانستان ځلانده راتلونکې ورسره تړلې ده. بغلان پوهنتون هم د هېواد د اکاډمیکې کورنۍ په منځ کې هغه غړی دی چې له کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د روزنې د مسلکي روزنې ویاړ لري او الحمدالله چې نن یې د هر پوهنځي فارغان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مسلکي کارونو او تدریسي چارو بوخت دي.

دا چې تېرو څلورو لسیزو ناخوالو او پر یوه اکاډمیک محور د چارواکو نه راټولېدنې زموږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت مادي او معنوي زیانونه اړولي دي، ددې زیانونو یوه زیاته برخه د هېواد پوهنتونونو ته وه چې له شک پرته بغلان پوهنتون هم د خپل کاري او مسلکي بهیر په اوږدو ورڅخه خوندي پاتې نه و.

له نېکه مرغه چې بغلان پوهنتون له تېرو دوو لسیزو راهیسې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام او د وزارت د اړوندو ادارو په ځانګړې لارښوونه د خپلو اکاډمیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره د پوهنتون د پیاوړو او زیارکښو استادانو په مرسته نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي، خو خپلې هڅې د ځوان نسل اړتیاوو ته په پام سره بیا هم دا هڅې کافي نه بولي. د اسلامي امارت په راتګ سره ددغه غوره خدمت چانس ځکه لوړ شوی دی چې په اسلامي فکر او مسلکي پوهه د ځوانانو روزل او ټولنې ته وړاندې کول د اسلامي امارت له اساسي شعارونو څخه دی او دا اصل د اکاډمیکو مرکزونو لپاره د بشپړ معنوي ملاتړ  او روحیې مقام لري.

بغلان پوهنتون تل هڅه کړې چې د اسلامي ارزښتونو او معیاري اکاډمیکو  ارزښتونو په رڼا کې ځوانان په اسلامي او مسلکي روحیه وروزي، تر ټولو وروستۍ او اغېزناکه پوهه او فکر ور ورسوي، له شک پرته چې ددغه ماموریت او مسوولیت د سر ته رسولو په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره هم مخامخ شوی، خو هېڅکله به داسې نه وي شوي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري له ورکړل شوو اهدافو څخه دې په شا شوی وی.

زموږ د پوهنتون مشرتابه او استادان پوره باور لري چې په کمو امکاناتو سره برحاله او تازه زده کړیالانو ته د زده کړې مناسب چاپېریال مساعدول، د ټولنې د مسلکي کادرونو اړتیاوې پوره کول او د ځوانانو د تحصیلي کچې لوړول یې خپل اصلي مسوولیت او لومړیتوب دی چې په دې چاره کې تل د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د دایمي پاملرنې غوښتونکی دی.

دا چې د یوه هېواد پراختیا او وده په بسپړ ډول د ځوان نسل له زده کړو او هڅو سره تړلې ده؛ نو دغه نسبتا ځوان تحصیلي بنسټ ژمن دی چې ځوان نسل ته په هر ډول شرایطو کې مناسب درسي چاپېریال مساعد کړي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د هغو ځوانانو هر کلی وکړي چې د خپلو لوړو زده کړو لپاره دا پوهنتون انتخابوي.

بغلان پوهنتون د خپلو ځوانو او هڅاندو استادانو، اداري پرسونل وړتیاوو او د اسلامي امارت د ځايي مشرانو پاملرنې ته په پام سره اوسنیو او نوو ځوانانو ته د غوره تحصیلي چاپېریال برابرول په خپلو بنسټيزو لومړیتوبونو کې راوړي او د دوی محترمو کورنیو او اړوندو مشرانو ته ډاډ ورکوي چې دې ارمان ته د رسېدو او د یوه پر ځان بسیا افغانستان لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

په درنښت

پوهنیار ګل الرحمن رحماني

د بغلان پوهنتون رییس

BU

بست های خالیAll available vacancies

شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۳۹

Baghlan

Background image

اعلان کادری علمی پوهنتون بغلان

پوهنتون بغلان برای بار اول در سال 1444هـ.ق در رشته ذیل به سویه دوکتور، ماستر و لسانس به کادر  علمی جدید ضرورت دارد

پوهنحی: ژورنالیزم

دیپارتمنت: رادیو تلویزیون (1) بست

متقاضیان از . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۱:۵۵
Background image

بست کادری علمی پوهنتون بغلان

 پوهنتون بغلان  در سال ۱۳۹۹ برای بار اول در رشته ای ذيل به سويه داکتر، ماستر و لیسانس  به کادرعلمي جديد ضرورت دارد.    

پوهنحی: ادبیات و علوم بشری

 دیپارتمنت: انگلیسی                  . . .

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۴:۲۴
Background image

اطلاعیه امتحان كانكور چهارده پاسان و بخش شبانه پوهنتون بغلان

اطلاعیه امتحان كانكور چهارده پاسان و بخش شبانه پوهنتون بغلان

به اطلاع داوطلبان کانکور اختصاصی(۱۴پاسان) و بخش شبانه رسانیده می شود که جهت اخذ فورم چهارده پاسان و بخش شبانه پوهنتون بغلان . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

آگاهی در مورد آغاز درس های این نهاد

به آگاهی تمام دانش‌جویان دانشگاه بغلان رسانیده می‌شود که روز شنبه تاریخ ۷حوت درس‌های این نهاد علمی آغاز می‌شود؛ بنابراین از تمام دانش‌جویان خواهش‌مندیم تا با درنظراشت نکته‌های زیر به . . .

تازه ترین اخباراخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

تجلیل از 9 سنبله اولین سالگرد آزادی کشور از اشغال امریکا

اداره پوهنتون بغلان نهم سنبله اولين سالگرد پر افتخار آزادی کشور از اشغال امریکایی ها را با برگزاری محفل با شکوهی جشن گرفت

جلسه با تلاوت آیات کلام الله مجید آغاز گردید، سپس رئیس این. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۸:۱۵
Background image

معرفی رییس جدید پوهنحی ادبیات وعلوم بشری پوهنتون بغلان

رییس جدید التقرر پوهنحی ادبیات و علوم بشری پوهنتون بغلان برای اساتید و کارمندان این پوهنحی معرفی شدند

به روز شنبه مورخ ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ که برابر است با ۳ ذوالحجه ۱۴۴۳ محترم پوهنمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۷:۵۹
Background image

معرفی معاون امور محصلان و رییس پوهنحی تعلیم و تربیه

معاون محصلان پوهنتون بغلان و رییس پوهنځی تعلیم و تربیه به کارمندان این پوهنتون معرفی شدند

به روز پنج شنبه مورخ ۹ سرطان ۱۴۰۱ که برابر است با ۱ ذوالحجه ۱۴۴۳ محترم پوهنیار حافظ محمد جاوید. . .