له غربي ښکېلاک څخه د ګران هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو لومړۍ کلیزه د بغلان پوهنتون له لوري د یوې شاندارې غونډې په ترسره کولو سره ولمانځل شوه

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۴:۲۱
BU

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ګل الرحمن رحماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د استقلال پر ارزښت او د مجاهدینو د قوي ايمان، زړورتیا او قربانیو په اړه خبرې وکړې، بیا د بغلان پوهنتون استاد پوهندوی امین الله فطرت د اشغال او خپلواکۍ پر ټولنپوهنیز اړخ رڼا واچوله، د شرعیاتو د پوهنځي رئيس پوهندوی دکتور مولوي عبدالواحد لياقت د استقلال په لاسته راوړلو کې د دین، مُلا او مُنبر پر ونډه خبرې وکړې، پوهندوی محمد الله وردګ د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د خپلواکۍ د ورځې په پیغامونو او د ساتنې پر لارو چارو وغږېده، پوهندوی عبدالخالق صارم د (نقش سیاست و مذاکرات سياسي در استقلال) تر سرلیک لاندې وینا وکړه، د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي استاد عبدالجليل هاشمي د حماسي شعر او ترانې په ویلو سره د ګډونوالو احساسات په شور راوستل، قاري شیرعلي لکڼ خېل هم ترانه او عبدالواحد جلالي هم بیا د استقلال تر عنوان لاندې خپل ليکلی شعر برخه والو ته واوراوه او په پای کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار محمد جاوېد نسیمي په خپلواکۍ کې د ځوانانو او محصلینو د ونډې په اړه د وینا تر څنګ غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۳۰
Background image

بغلان پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون -کندز څانګې- ترمنځ د ګډو علمي څېړنیزو همکاریو تفاهم لیک لیک لاسلیک شو.

 د بغلان پوهنتون او سلام خصوصي پوهنتون -کندز څانګې- ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو په موخه جوړې شوې ناستې کې د بغلان پوهنتون رئیس مولوي صديق الله خالد منصور،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۴۲
Background image

بغلان پوهنتون د ۱۴۰۳ ھ.ل کال عمومي فراغت غونډه!

یکشنبه ۱۴۴۶ ھ.س کال صفر المظفر میاشتې ۲۱ نېټه چې د ۱۴۰۳ ھ.ل کال د وږي میاشتې ۴ نېټې سره سمون لري، بغلان پوهنتون کې د سږ کال فارغانو، فراغت غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د بغلان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۱۰:۴۳
Background image

بغلان پوهنتون کې د زمري ۲۴مه ( دفتحې) درېيمه کليزه ولمانځل شوه!

د زمري ۲۴مه (د امريکا او ناټو د ماتې، د اشغال د خاتمې  او د ا-ا-ا د بریا ورځ) د بغلان پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکونکو، دبغلان ولایت درنو علمای کرامو او د دې ولایت غیور او. . .

BACK TO NEWS