له غربي ښکېلاک څخه د ګران هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو لومړۍ کلیزه د بغلان پوهنتون له لوري د یوې شاندارې غونډې په ترسره کولو سره ولمانځل شوه

baghlan_admin
Tue, Sep 20 2022 2:21 PM
BU

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ګل الرحمن رحماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د استقلال پر ارزښت او د مجاهدینو د قوي ايمان، زړورتیا او قربانیو په اړه خبرې وکړې، بیا د بغلان پوهنتون استاد پوهندوی امین الله فطرت د اشغال او خپلواکۍ پر ټولنپوهنیز اړخ رڼا واچوله، د شرعیاتو د پوهنځي رئيس پوهندوی دکتور مولوي عبدالواحد لياقت د استقلال په لاسته راوړلو کې د دین، مُلا او مُنبر پر ونډه خبرې وکړې، پوهندوی محمد الله وردګ د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د خپلواکۍ د ورځې په پیغامونو او د ساتنې پر لارو چارو وغږېده، پوهندوی عبدالخالق صارم د (نقش سیاست و مذاکرات سياسي در استقلال) تر سرلیک لاندې وینا وکړه، د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي استاد عبدالجليل هاشمي د حماسي شعر او ترانې په ویلو سره د ګډونوالو احساسات په شور راوستل، قاري شیرعلي لکڼ خېل هم ترانه او عبدالواحد جلالي هم بیا د استقلال تر عنوان لاندې خپل ليکلی شعر برخه والو ته واوراوه او په پای کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار محمد جاوېد نسیمي په خپلواکۍ کې د ځوانانو او محصلینو د ونډې په اړه د وینا تر څنګ غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسوله.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS