پوهندوی دوکتور نجیب الله رحمتزی د کرنې پوهنځي د رئیس په ټوګه وټاکل شو!
د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دوکتور نجیب الله رحمتزی د کرنې پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې
د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني تغییر او تبدیل اداري اصل وباله او د پوهنځي د پخواني رئیس پوهنمل معین الدین نعیمي د کړنو د ستاینې تر څنګ یې نوي رئیس ته په ورسپارل شوو چارو کې د بریالیتوب هيله وکړه.