د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

baghlan_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
BU

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو پر مخ فعاله شوه.

دغه لیلیه د هغو استادانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه فعاله شوې ده چې اصلي استوګنځایونه یې د هېواد په نورو ولایتونو کې دي او د خپلو علمي او تدریسي دندو د ترسره کولو لپاره بغلان پوهنتون ته تګ راتګ کوي.

د دې لیلیې له فعالېدو سره، استادانو ته د استوګنې مناسب او خوندي ځای برابر شوی او نور اړ نه دي چې د کاري ورځو په ترڅ کې د استوګنې لپاره جلا لګښتونه وکړي او یا د استوګنې له ستونزو سره مخ شي.

د بغلان پوهنتون لیلیه د استادانو د استوګنې لپاره اړین امکانات لري؛ د استراحت مناسب ځای، د استوګنې خونې او نور لومړني اړین امکانات پکې برابر شوي دي. همدارنګه د استادانو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه هره ورځ درې وخته خواړه؛ سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ هم په پام کې نیول شوې ده.

د بغلان پوهنتون مالي او اداري مرستیال، محترم مولوي سمیع‌الله راشد، په دې اړه وویل چې د مسافرو استادانو لپاره د لیلیې فعالول د پوهنتون د علمي کادر د هوساینې او اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د بغلان پوهنتون رهبري هڅه کوي څو هغو استادانو ته چې له نورو ولایتونو څخه په دغه پوهنتون کې د استادانو په توګه ګومارل کېږي، د استوګنې او هوساینې مناسب شرایط برابر کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په ډاډ او ارام زړه خپلو علمي او تدریسي دندو ته لا ښه رسیدګي وکړي.

د بغلان پوهنتون رهبري د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام له پاملرنې او همکارۍ څخه مننه کوي او ژمنه کوي، چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره به د علمي کادر او اداري کارکوونکو لپاره د لا ښو او مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

بغلان پوهنتون نویو بریالي شویو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې نویو بریالي شویو محصلانو ته د پوهنتون د امکاناتو، جوړښتونو، تشکیلاتو او علمي او څیړنیزو فرصتونه او د نظم او ډیسپلین لایحه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

هیئت رهبری پوهنتون قندهار در یک سفر علمی از پوهنتون بغلان دیدار کرد؛ تفاهم‌نامه همکاری علمی میان دو پوهنتون به امضا رسید

امروز یکشنبه 26 محرم الحرام 1448ه.ق هیئت رهبری پوهنتون قندهار محترم پوهنیار مولوی سیف‌الله سعید، معاون امور علمی، محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون معاون تحقیقات و مجله علمی، محترم. . .

BACK TO NEWS