پوهنتون بغلان

پوهنتون بغلان با ارایه خدمات تحصیلی با کیفیت و فراهم ساختن زمینه تدریس، تحقیق، تبادل تجارب علمی برای اتباع کشور، تولید دانش جدید، متداول، معاصر و کاربرد آن در ساحه کار، فعالیت می نماید.

بغلان پوهنتون د رئیس مولوي صدیق الله خالدمنصور پیغام

9 میاشتې 4 اونی ago

اکاډمیک مرکزونه د هېواد د ځوان نسل د مسلکي روزنې او وړتیاوو د لوړولو لپاره هغه بنسټونه دي چې د ولس د هیلو سترګې ور اوړي او د ګران هېواد افغانستان ځلانده راتلونکی ورسره تړلې ده. بغلان پوهنتون هم د هېواد د اکاډمیکې کورنۍ په منځ کې هغه غړی دی چې له کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو مسلکي روزنې ویاړ لري او الحمدالله چې نن یې د هر پوهنځي فارغان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مسلکي کارونو او تدریسي چارو بوخت دي.

دا چې تېرو څلورو لسیزو ناخوالو او اشغال زموږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت مادي او معنوي زیانونه اړولي دي، ددې زیانونو یوه زیاته برخه د هېواد پوهنتونونو ته وه چې له شک پرته بغلان پوهنتون هم د خپل کاري او مسلکي بهیر په اوږدو ورڅخه خوندي پاتې نه وو.

له نېکه مرغه چې بغلان پوهنتون له تېرو دوو لسیزو راهیسې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام او د وزارت د اړوندو ادارو په ځانګړې لارښوونه د خپلو اکاډمیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره د پوهنتون د پیاوړو او زیارکښو استادانو په مرسته نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي، خو خپلې هڅې د ځوان نسل اړتیاوو ته په پام سره بیا هم دا هڅې کافي نه بولي. د اسلامي امارت په راتګ سره ددغه غوره خدمت چانس ځکه لوړ شوی دی چې په اسلامي فکر او مسلکي پوهه د ځوانانو روزل او ټولنې ته وړاندې کول د اسلامي امارت له اساسي شعارونو څخه دی او دا اصل د اکاډمیکو مرکزونو لپاره د بشپړ معنوي ملاتړ  او روحیې مقام لري.

بغلان پوهنتون تل هڅه کړې چې د اسلامي ارزښتونو او معیاري اکاډمیکو  ارزښتونو په رڼا کې ځوانان په اسلامي او مسلکي روحیه وروزي، تر ټولو وروستۍ او اغېزناکه پوهه او فکر ور ورسوي، له شک پرته چې ددغه ماموریت او مسوولیت د سر ته رسولو په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره هم مخامخ شوی، خو هېڅکله به داسې نه وي شوي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري له ورکړل شوو اهدافو څخه دې په شا شوی وی.

زموږ د پوهنتون مشرتابه او استادان پوره باور لري چې په کمو امکاناتو سره برحاله او تازه زده کړیالانو ته د زده کړې مناسب چاپېریال مساعدول، د ټولنې د مسلکي کادرونو اړتیاوې پوره کول او د ځوانانو د تحصیلي کچې لوړول یې خپل اصلي مسوولیت او لومړیتوب دی چې په دې چاره کې تل د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د دایمي پاملرنې غوښتونکی دی.

دا چې د یوه هېواد پراختیا او وده په بشپړ ډول د ځوان نسل له زده کړو او هڅو سره تړلې ده؛ نو دغه نسبتا ځوان تحصیلي بنسټ ژمن دی چې ځوان نسل ته په هر ډول شرایطو کې مناسب درسي چاپېریال مساعد کړي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د هغو ځوانانو هر کلی وکړي چې د خپلو لوړو زده کړو لپاره دا پوهنتون انتخابوي.

بغلان پوهنتون د خپلو ځوانو او هڅاندو استادانو، اداري پرسونل وړتیاوو او د اسلامي امارت د ځايي مشرانو پاملرنې ته په پام سره اوسنیو او نوو ځوانانو ته د غوره تحصیلي چاپېریال برابرول په خپلو بنسټيزو لومړیتوبونو کې راوړي او د دوی محترمو کورنیو او اړوندو مشرانو ته ډاډ ورکوي چې دې ارمان ته د رسېدو او د یوه پر ځان بسیا افغانستان لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

په درنښت

مولوي صديق الله خالد منصور

د بغلان پوهنتون رئیس

BU

Latest announcementsAll announcements

شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۱:۳۰
Background image

خبرتیا!

د ۱۴۰۳ھ.ل کال عمومي کانکور ازموینې ټولوهغو ګډونوالو ته؛ چې د بغلان پوهنتون اوګونو پوهنځيو ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې پروسه یې یکشنبه د روان کال، زمري میاشتې په (۱۴) نې . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

خبرتیا

بغلان پوهنتون د علمي – څيړنيزې مجلې (۳۴) ګڼې د چاپ لپاره مقالې مني. د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د ټولنیزو او طبیعي علومو څیړونکي، استادان او متخصصین کولای شي په بلنه کې د یادشوو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۳۳
Background image

اطلاعیه معاونیت امور محصلان

به اطلاع تمام محصلین گرامی پوهنتون بغلان رسانید می شود که معاونیت امور محصلان پوهنتون بغلان مطابق هدایت مقام محترم وزارت تحصیلات عالی و با هماهنگی ریاست محترم پوهنتون ها کورس های آموزشی . . .

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۵۵
Background image

(له دیني، او ټولنیز اړخه د نشه يي توکو د کارونې زیانونه) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو!

 

دغه سمینار د بغلان پوهنتون د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې کميټې لخواه د دې علمي بنسټ د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو.

یاد سمینار دشرعاتو پوهنځي محصل له لوري د قرآن عظيم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۵۸
Background image

په کتاب او مقاله لیکنه کې د ۲۰۲۱ Word تخنیکونه او د کارونې لارې چارې سمینار تر سره شو!

بغلان پوهنتون د استادانو لپاره د یاد شوي پوهنتون د علمي چارو معاونیت د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري په مقاله او کتاب لیکنه کې د ۲۰۲۱ Word پروګرام د کارونې د تخنیکونو او عملي کارونې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

بغلان پوهنتون کې د (٣) خالي بستونو لپاره د ٩٢ تنو ګډونکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه!

بغلان پوهنتون کې د افغانستان اسلامی امارت او د لوړوزده کړو وزارت د پالیسئ سره سم، کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د بغلان پوهنتون د دریو(٣) اداري بستونو لپاره د ٩٢ تنو په شرايطو برابرو. . .