خبرتیا!
د ۱۴۰۳ھ.ل کال عمومي کانکور ازموینې ټولوهغو ګډونوالو ته؛ چې د بغلان پوهنتون اوګونو پوهنځيو ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې پروسه یې یکشنبه د روان کال، زمري میاشتې په (۱۴) نېټه پیل او د همدې میاشتې په (۲۷) نېټه پای ته رسېږي.
ځای: بغلان پوهنتون د حسین خیلو سيمه.
اړین اسناد: د پيژند پاڼې اصل او دوه رنګه کاپیانې، څلور قطعې ۳×۴ عکسونه او د کانکور آی ډی نمبر.
یادښت: د وږي میاشتې په لمړۍ نېته به د لمړي سمستر درسونه پیل شي.