د بغلان پوهنتون استادانو لپاره علمي او فرهنګي سمینار ترسره شو.

baghlan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۹:۴۸
bu

بغلان پوهنتون ریاست لخوا د دې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي سمینار د دې علمی بنسټ د امام قتيبة بن سعيد بغلاني(رح) د غونډو په تالار کې ترسره شو.

یاد سمینار کې د بغلان ولایت مرستیال والي ښاغلي ملا همایون ج-ه-ادیار د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د بغلان ولایت د علماوو شورا غړي او جیید عالم ښاغلي شيخ حبیب الرحمن مظهري، د بغلان ولایت د علماوو شورا غړي او جیید عالم ښاغلي شيخ عبدالحی حقیار، د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د بغلان پوهنتون او د حکیم سنايي خصوصی پوهنتون درنو استادانو او د بغلان پوهنتون اداري کارکوونکو ګډون درلود.

یاد سمینار د قرآنکريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

د بغلان پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د سمینار اړوند عمومي معلومات وړاندې کړل، همدا راز یې د علمي او فرهنګي سمینار په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې.

ورپسې د بغلان ولایت مرستیال والي ښاغلي ملا همایون ج-ه-ادیار ګډونوالو ته د هر اړخيزې وینا ترڅنګ د بغلان پوهنتون استادانو ته د بغلان ولایت مقام له لوري د ملاتړ ډاډ ورکړ، ورپسې د بغلان ولايت جیید عالم ښاغلي ش-ی-خ حبیب الرحمن مظهري د استادان او محصلانو د ذهنیت جوړولو موضوع بیان کړه، ورپسې د بغلان ولايت بل جیید عالم ښاغلي ش-ی-خ عبدالحی حقیار د مسلمانانو د امیر اطاعت او همدا راز د بهرنیو ممالکو څخه د تبلیغاتو مخ نیونه موضوعات بیان کړل، ورپسې د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د علم ضرورت او اهمیت بیان کړ.

سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۹
Background image

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو د ټاکنې سیالۍ ترسره شوه.

سه‌شنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې ۲۰مه نیټه

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو سیالۍ ازموينه د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

رئیس پوهنتون بغلان از پوهنځی‌های زراعت و ژورنالیزم بازدید به عمل آورد

دوشنبه مورخ ۱۴۴۷/۱۰/۱۹ هـ.ق، مصادف با ۱۴۰۵/۰۱/۱۷ هـ.ش، محترم مولوی صدیق‌الله خالد منصور، رئیس پوهنتون بغلان و محترم وزیرمحمد مسعود مدیر عمومی دفتر که نیز ایشان را همراهی میکرد، به‌منظور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود تشریح» تر سرلیک لاندې د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینا. . .

BACK TO NEWS