بغلان پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره کړه.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۵۲
bu

چهارشنبه- د ۱۴۴۷ هـ س کال د محرم الحرام میاشتې ۲۷مه

بغلان پوهنتون علمي شورا خپله ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د بغلان پوهنتون د علمي شورا ټولو غړو ګډون درلود، په بیلابیلو موضوعاتو لکه؛ د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د درسونو پیل، د ژورنالیزم، کرنې، ښوونې او روزنې او انجینري پوهنځیو محصلانو لپاره د عملي کار لارې چارې برابرول، د پوهنتون مجلو لپاره د خپلواک ویب سایټ جوړول، د کال غوره څیړونکي د ټاکلو او پیژندلو طرزالعمل تایید، د نړیوالې وړاندیز شوې مجلې د داورانو ا تحریر پلاوي د سوانحو تایید، د نړیوالې محلې د حمایوي اسنادو او وړاندیز شوې طرحې تایید، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د پوهنتون د استادانو له‌خوا خپرو شوو ملي او نړیوالو مقالو د موندنو د وړاندې کولو په هدف د علمي سیمینار د جوړولو اړتیا باندې بحث او د څیړنیزې-علمي مجلې داورانو او تحریر پلاوي نوي کولو باندې بحث او اړینې پریکړې ترسره شوې.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود تشریح» تر سرلیک لاندې د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

BACK TO NEWS