له بغلان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو د وزير صاحب لېدنه

baghlan_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۱
BU

پنجشنبه ۱۴۴۵/ ۷ /۶ ھ.س نېټه چې له ۱۴۰۲/ ۱۰ /۲۸ ھ.ل سره سمون لري د افغانستان ا-ام.ارت د لـوړو زده کـړو وزیـر ښاغـلي شـ.يخ الحـدیث مولـ.وی صاحب نـ.داءمحـ.مد نديـ.م له بغلان پوهنتون څخه لېدنه وکړه. ښاغلي وزیر صاحب د بغلان پوهنتون رهبرۍ او استادانو سره د دې پوهنتون د ریاست په دفتر کې ګډه ناسته درلوده چې په یاده ناسته کې د بغلان پوهنتون مسؤلینو او استادانو د دې پوهنتون د لاپرمختګ لپاره خپلې ستونزې او وړانديزونه وزیر صاحب ته وړاندې کړل چې د وزیر صاحب له لوري یې د ستونزو د حل او د وړاندیزونو د منلو ډاډ ورکړل شو. د بغلان پوهنتون رئیس یاد تحصيلي بنسټ ته د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه مننه وکړه. ورپسې ښاغلي وزیر صاحب د بغلان پوهنتون حسین خېلو کمپلیکس د احاطې او نورو ودانیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.

د یاودنې وړ ده چې د ا..ا له واکمنيدو را په دې خوا دا دریم ځل دی چې د لوړو زده کړو وزیر له بغلان پوهنتون څخه لیدنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.س کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه

د مالیې وزارت له لوري «د افغانستان مالياتي نظام» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د بغلان پوهنتون اقتصاد او شرعیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰ علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.

په. . .

BACK TO NEWS