بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
بغلان پوهنتون استادانو ته د «علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود تشریح» تر سرلیک لاندې د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
سیمینار لومړی د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د بغلان پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي ګل الرحمن رحماني د سیمینار پرانیستونکې وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سیمینار په موخه او اهمیت باندې خبرې وکړې.
ور پسې د بغلان پوهنتون استادانو په ترتیب هر یو ښاغلي پوهندوی عبدالخالق نوري او پوهنمل صالح محمد صالحي د علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود په اړه مفصل او هر اړخیز مالومات وړاندې کړل، دوی د مرستیالانو، استادانو، د کميټو غړیو او په ټوله کې د علمي کادر غړیو دندې، لایحې او مسؤلیتونه په منظم ډول تشریح کړل.
ورپسې د حکیم سنایي خصوصي پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي غلام رباني فیاض د یاد سیمینار ارزونه ترسره کړه او دا سییمنار یې استادانو لپاره مهم وباله او د دواړو پوهنتونونو د اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
په پای کې سیمینار د خیر او سلامتي په دعایې سره پای ته ورسید.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
