بغلان پوهنتون د ودانیو رنګمالۍ او ترمیم چارې پیل شوې.
              نن دوشنبه- د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الثاني میاشتې ۱۲
د بغلان پوهنتون ( ادبیاتو او بشري علومو، انجینري او کرنې) پوهنځیو ودانیو رنګمالۍ او ترمیم چارې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
دیادې پروژې د پیل کارونو د لیدو لپاره د بغلان پوهنتون رئیس، ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د پوهنتون اداري او مالي مرستیال، ښاغلي مجیب الرحمن قلندر او د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی نجیب الله رحمتزي د کرنې پوهنځي د ودانۍ د ترمیم چاور څخه لیدنه وکړه.
یادو مسؤلینو د لیدنې پر مهال د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د کار کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو چارې په ښه ډول ترسره شي.
د بغلان پوهنتون د ودانیو د رنګمالۍ او ترمیم چارو موخه د پوهنتون د چاپېریال ښایست، پاکوالی او معیاري کول دي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
