بغلان ولایت د ښوونې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري ۵-۶ بستونو نوماندانو څخه آزموینه واخیستل شوۀ.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵
‌َbu

چهارشنبه د ۱۴۴۶ ھ س کال د رجب المرجب مياشتې ۲۸ نېټه د بغلان ولایت د ښوونې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري ۵-۶ بستونو( نارینه) نوماندانو څخه آزموینه پداسې حال کې چې د آزموینې ملي ادارې مرستیال ښاغلي ش ی خ رحیم الله حقاني د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د بغلان ولایت د معارف ریاست رئیس ښاغلي مولوي نورالدین عزیزي شتون درلود؛ د بغلان پوهنتون مسؤلینو او د آزموینې ملي ادارې څخه راغلې پلاوي دڅارنې لاندې په شفاف ډول د امن فضا کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې په دې آزموینه کې ۱۱۶۶ تنو ذکورو او ۱۳۱۲ تنواناثو نوماندانو ګډون درلود چې د اناثو آزموینه په حکیم سنايي خصوصي پوهنتون کې او د ذکورو نوماندانو آزموینه په بغلان پوهنتون کې واخیستل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.س کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه

د مالیې وزارت له لوري «د افغانستان مالياتي نظام» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د بغلان پوهنتون اقتصاد او شرعیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰ علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.

په. . .

BACK TO NEWS