د کرنې پوهنځي پیژندنه

د کرنې پوهنځي تاریخچه:

د کرنې پوهنځی په ۱۳۸۲ ه ش کال کی د بغلان پوهنتون په چوکات کی رامنځ ته شوی،د یاد پوهنځی درسي او اداري چاری د ۱۳۸۵ ه ش کال پورې د پلخمری ښار د تصدی په کاماز کی مخ ته وړل کیدې،  د پوزه ایشان په ساحه کی د کرنې پوهنځی ودانی په جوړښت سره چی د ۵۰ جریبه په اندازه څیړنیز فاره هم لري د پلخمری ښار څخه  یادې ساحې ته  انتقال شوی چی تر دی دمه په یاده ساحه کی مخ ته وړل کیږي. د کرنی پوهنځی د تاسیس په وخت کی دوه دیپارتمنتونه د نباتی علومو او حیوانی علومو په نامه سره لرل چی فعلا شپږ فارغ ورکوونکی او غیر فارغ دیپارتمنتونه په لاندی ډول دي.

  1. د اکرانومی څانګه
  2. د هارتیکلچر او جنګلات څانګه
  3. اقتصاد و توسعه څانګه
  4. د علوم حیوانی څانګه
  5. د ابیاری او خاکشناسی څانګه
  6. د نباتاتوساتنی څانګه

 

د کرنې پوهنځی شعار:

د کرنی پوهنځی په حقیقت کی چی د ځوان نسل د ظرفیت جوړونی لپاره یوه موقع ده ، او ددې نهاد د پرمختګ او شګوفایی لپاره یوه دریڅه ده او د همدې هدف لپاره تلاش کوي او الله ج په کمک سره مخ ته ځي ترڅو هره ورځ یی د تیرې ورځې څخه بهتره شی.

لرلید:

د کرنی پوهنځی په نظر کی لري چی د راتلونکی پنځو کلونو پوری د یو مبتکر، د کرنی د زده کړی او څیړنی ښه والی په برخه کی قوي پوهنځي شی د کرنې او حیواناتو روزنی په برخه کی  د ماستر او دوکتور استادانو په درلودلو سره ، د ژمن اومتدینو متخصیصینو روزل دلیسانس په کچه چی د کرنی پوهنځی د ملی او بین المللی اعتبار درلودونکی شی .

ماموریت:

د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځی، د ملی پوهنځی په توګه چې ملی شهرت لری په اغیزمنه بشر او ټولنیزه پانګه تکیه کوی او د عصری ټیکنالوژیو څخه کار اخلی، چی په څنګ یی مسلکی اخلاقی او علمی څارنه کوی  او ټولنې ته ټولنیز مسؤلیتونه ترسره کوی چې د متخصص، ژمن او تخلیقی بشری سرچینو روزنه، په ملی او نړیواله کچه د تازه پوهې د سرحدونو پراختیا، او دد ددی هیواد د ټولنی د غوښتنی مطابق ساینسی او پلی شویو مطالعاتو او څیړنو ترسره کول.

د بغلان پوهنتون کرنې پوهنځی په دی باور دی ترڅولاندې اهداف تر لاسه کړي.

  • د هیواد په سطحه د پنځو بهترینو پوهنځیو کی راتلل
  • د ټولو علمی کدري غړو ظرفیت لوړونه تر ماستري کچې پورې او د یو تعداد ظرفیت لوړونه تر دوکتور د اوسنی حالت دوه برابره
  • د اداری کارمندانو ظرفیت لوړونه د ملی اړتیاوو په کچه
  • د هارتیکلچر او جنګلات دیپارتمنت په دوه څانګو ویشل
  • د وترنري پوهنځی تاسیس
  • د لوړو زده کړو وزارت څخه د تضمین کیفیت تصدیق ترلاسه کول
  • د څیړنیزو او مطالعاتی فعالیتونو زیاتوالی
  • کم ترکمه د همکاریو ۲ تفاهم نامو لاسلیک کول د پوهنتونونو او یا هم نړیوالو کرنی پوهنځیو سره
  • د ملی پوهنتونونو او یاهم پوهنځیو سره کم ترکمه د ۲ تفاهمنامو لاسلیک کول.