د انجنیرۍ پوهنځي د ریس  پوهنمل ډیپلوم  انجینر محمد بشیر ایماق  لنډ ژوند لیک

 پوهنمل ډیپلوم انجنیرمحمد بشیر ایماق د حاجي الله نور زوۍ په ۱۳۶۲هــ کال د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ، لرخابیو کلي کې په یو روښان فکره او متدینه کورنۍ  کې نړۍ ته سترګي  غړولي. نوموړي لومړنۍ، منځنۍ او د لیسۍ زده کړې د خپل ټاټوبي بغلان ولایت په نوي بغلان او پلخمري ښارونو کې پای ته رسولي او په کال ۱۳۸۳هــ کې د بغلان ولایت د پلخمري ښار له خاتم الانبیا ښوونځي څخه په لوړه درجه فارغ شو. نوموړی په کال ۱۳۸۴ هــکې د کانکور ازموینې له لارې  د بلخ پوهنتون د انجنیري پوهنځي ته بریالی او خپلې لوړې زده کړې پیل  کړې. چې وروسته یې په ۱۳۸۸هــکال کې د همدې پوهنتون د کانونو انجنیرۍ له څانګې څخه په کادري او لوړو نمرو د فراغت سند تر لاسه کړ.  هغه د خپلو لوړو زده کړو ترڅنګ  د کمپیوټر اوځینې نور مسلکي پروګرامونه هم په بریالتوب سره ولوستل. سربیره پردې پوهنمل ایماق په ۱۳۹۳ هــ.ش کال کې د بغلان پوهنتون له لارې د کابل پولتخنیک پوهنتون ماسټرۍ پروګرام ته ور وپیژندل شو او  په ۱۳۹۵ هــ.ش کال کې یې د همدې پوهنتون د کانونو د اکتشاف او جیولوجي انجینرۍ په برخه کې بریالیتوب سره خپل د ماسټرۍ پروګرام پای ته ورسولو.

 پوهنمل ایماق  له  کال ۱۳۸۸هــنه تر ۱۳۹۱ هــ.ش پورې په خصوصي، ملي ، او نړیوالو موسسو کې بیلا بیلې دندې تر سره کړې او ورسته بیا په ۱۳۹۱ هــ.ش کال کې چې کله د بغلان پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي اساس کیښودول شو، نوموړی د آزاد سیالۍ له لارې وتوانیدو چې د د جامدو ګتورو موادو د استخراج انجینرۍ څانګې  د لومړني استاد په حیث انتخاب او خپله دنده پیل کړي.  

پوهنمل ایماق بغلان پوهنتون ته له لاره  موندنې وروسته په بیلا بیلو علمي، اداري او نورو برخو کې دندې ترسره کړې چې د بیلګې په توګه یې د څوو یادونه کوو: د جامدو ګتورو موادو د استخراج انجینرۍ څانګې  د علمي کادراو بیا د همدې ديپارتمنت د امر په حیث، ددرې کلونه لپاره په دوه دورو کې د بغلان پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي د سرپرست ریس په توګه، د بغلان پوهنتون د ودانۍ جوړه ونې د پروژې د هیاتانو غړی ، د بغلان پوهنتون د رهبرۍ شوره غړی ،د بغلان پوهنتون د علمی شورا فعال غړی، د بغلان پوهنتون د مرکزي کمیټو د فعال غړي په توکه او داسې نورو برخو کې یې  دندې ترسره کړي. نوموړي یوازې په دې بسنه نه ده کړی او ټولنې ته یې د نور خدمتونو ترڅنګ ، ( ۹ ) علمي اثار لیکلي چې ځیني یې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپاره شوي .

پوهنمل ایماق اوس مهال د بغلان پوهنتون د انجنیرۍ  پوهنځي د ریس په توګه دنده تره کوي.