بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
سیمینار لومړی د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د بغلان پوهنتون مسلکي پرمختیا آمر ښاغلي پوهندوی ډاکتر عبدالخالق نوري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د د یادې موضوع په ارزښت اړتیا او اهمیت په اړه وینا ترسره کړه.
ورپسې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی ډاکتر وحیدالله جمال «د ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» د اصولو معیارونو او علمي میتودونو په اړه مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې سیمینار د بغلان پوهنتون علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت له لوري و ارزول شو او سیمینار د خیر په دعایې سره پای ته ورسید.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
