بغلان پوهنتون اداري کارکوونکو ته د اجرااتو ارزونې بهیر د پوهاوي ښوونیز سیمینار تر سره شو.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۰:۴
bu

چهار شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال د رمضان المبارک میاشتې ۲۶ نیټه، بغلان پوهنتون اداري کارکوونکو ته د اجرااتو ارزونې بهیر د پوهاوي ښوونیز سیمینار د بغلان ولایت د اصلاحات اداري آمریت د اجرااتو او ارزونې کارپوه ښاغلي عبدالبصیر عزیزي له لوري د بغلان پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ مرکز ICT په تالار کې وړاندې شو.

یاد سیمینار چې د بغلان پوهنتون په نوښت او د بغلان ولایت د اصلاحات اداري آمریت په ملاتړ تر سره شو، ګډونوالو ته يې د اداري کارکوونکو د اجرااتو ارزونې بهیر ټول فورمونه ور وپېژندل او یو شمیر نور مهم معلومات يې وړاندې کړل.

په پای کې د سیمینار ګډونوالو ته دیادې موضوع اړوند د پوښتنو وخت ورکړل شو چې د سیمینار وړاندې کوونکي له لوري لازم ځوابونه وویل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.س کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه

د مالیې وزارت له لوري «د افغانستان مالياتي نظام» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د بغلان پوهنتون اقتصاد او شرعیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰ علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.

په. . .

BACK TO NEWS