د دیني مدارسو له فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې مراحلو د آزموینې اخیستنې پروسه پیل شوه.
شنبه د ۱۴۴۶/ ۷/ ۱۰ ھ.س نېټه چې د ۱۴۰۳/ ۱۰ /۲۲ھ.ل نېټې سره برابره ده، د بغلان ولایت د دیني مدارسو له فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې مراحلو ازموینې اخیستنې پروسه پداسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت استازي ښاغلي مفتي محمد عارف عارف بالله، د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد جاوید نسیمي، د مالي او اداري چارو مرستیال مجیب الرحمن قلندر او د بغلان ولايت یو شمېر مسؤلینو شتون درلود پیل شوه.
د یادونې وړ ده چې دا آزموینه به شپږ ورځې دوام ولري.