بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
BU

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینار لومړی د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د بغلان پوهنتون مسلکي پرمختیا آمر ښاغلي پوهندوی ډاکتر عبدالخالق نوري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د د یادې موضوع په ارزښت اړتیا او اهمیت په اړه وینا ترسره کړه.

ورپسې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی ډاکتر وحیدالله جمال «د ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» د اصولو معیارونو او علمي میتودونو په اړه مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په پای کې سیمینار د بغلان پوهنتون علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت له لوري و ارزول شو او سیمینار د خیر په دعایې سره پای ته ورسید.

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۰
Background image

کمیته تنفیذ قانون امر بالمعروف و نهی عن المنکر پوهنتون بغلان از پوهنځی تعلیم و تربیه این پوهنتون دیدار و نظارت نمود.

دوشنبه 26/10/1447 هـ.ق مطابق 24/01/1405 هـ.ش، هیأت کمیته تنفیذ قانون امر بالمعروف و نهی عن المنکر با هدف بررسی تطبیق احکام شرعی و فرامین عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، از پوهنځی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۹
Background image

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو د ټاکنې سیالۍ ترسره شوه.

سه‌شنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې ۲۰مه نیټه

بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو سیالۍ ازموينه د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

رئیس پوهنتون بغلان از پوهنځی‌های زراعت و ژورنالیزم بازدید به عمل آورد

دوشنبه مورخ ۱۴۴۷/۱۰/۱۹ هـ.ق، مصادف با ۱۴۰۵/۰۱/۱۷ هـ.ش، محترم مولوی صدیق‌الله خالد منصور، رئیس پوهنتون بغلان و محترم وزیرمحمد مسعود مدیر عمومی دفتر که نیز ایشان را همراهی میکرد، به‌منظور. . .

BACK TO NEWS