بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

baghlan_admin
Sun, Jun 28 2026 2:11 PM
bu

یکشنبه- د ۱۴۴۸ هـ س کال د محرم الحرام میاشتې ۱۲مه نېټه

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.

د ازموینو د ړونتیا او منظم بهیر د رامینځته کولو په موخه، د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي پوهنمل قاري محمدجاوید نسیمي، او د ازموینې د کمیټې غړیو د بېلابېلو پوهنځیو د ازموینو له بهیر څخه نږدې لېدنه او څارنه وکړه.

د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، محصلانو ته په خپلو خبرو کې د ازموینو د بشپړ شفافیت ډاډ ورکولو سربیره، د وزارت د ازموینو رهنمود په عملي کولو ټینګار وکړ. او ټول استادان، او محصلین یې مکلف کړل چې هغه په بشپړه توګه مراعات کړي، څو د ازموینې عدالت او شفافیت خوندي پاتې شي

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې له مخې نن د هېواد په ټولو سړو ولایاتو کې د پوهنتونونو پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې، چې څو اونۍ به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS