بغلان پوهنتون کې د لمړي پوهاند دوکتور نجیب الله قیوم، پوهنوال محمدالله وردګ او د کرنې، ښونې او روزنې پوهنځیو رئیسانو ستاینغونډه

baghlan_admin
Sat, Jul 13 2024 9:08 AM
BU

سه شنبه ۱۴۴۶/ ۱ / ۳ ھ.س نېټه چې د ۱۴۰۲/ ۴/ ۱۹ھ.ل نېټې سره سمون لري بغلان پوهنتون د لمړني پوهاند دوکتور نجيب الله قیوم او پوهنوال محمد الله وردګ د لوړي رتبې د ترلاسه کولو او همدا راز د بغلان پوهنتون د کرنې او ښونې او روزنې پوهنځیو رئیسانو ته د ښه فعاليتونو د ستاینې په موخه ستاینغونډه نیول شوې وه.

په یاده غونډه کې د بغلان پوهنتون رئيس مولوي صديق الله خالد منصور، د علمي چارو مرستيال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د څېړنې او علمي مجلې مرستيال پوهندوی امین الله فطرت، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو ګډون درلود.

غونډه د بغلان پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار طیب مصلح لخوا د قرآنکريم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

 د بغلان پوهنتون رئيس مولوي صدیق الله خالد منصور د پرانیستې په وینا کې ټولو ګډونوالو ته د دې ستر ویاړ د مبارکۍ ترڅنګ د علم د ترلاسه کولو په اهمیت خبرې وکړې. ورپسې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني په خپله وينا کې استادان‌ وهڅول؛ څو د علمي هڅو په دوام سره دې پوهنتون ته نور ویاړونه هم راوړي.

ورپسې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس پوهنمل حفیظ الله تانش، پوهاند دوکتور نجيب الله قیوم د ښونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنوال محمدالله وردګ او د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل معین الدین نعیمي  ویناوې وکړې.

غونډه د بغلان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي نورالله درویش  په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS