پوهندوی محمدالله وردګ ژوندليک

ښاغلی پوهندوی محمدالله وردګ د محمدظاهر زوی چې د وردګو ولایت چک ولسوالۍ سیاب ښکلې دره صوفي خیلو(تپور) کلي کې دې نړۍ ته په ۱۳۶۴ هجری لمریز کال کې سترګې پرانیستې دي، لومړنۍ زده کړې یې د حزب اسلامی، منځنۍ زده کړې یې د غازی ګل احمدخان او عالي زده کړې یې د شهادت دیني عالي مدرسه کې په ۱۳۸۱ کال پای ته رسولې دي.

               ښاغلي وردګ د مدرسې له فراغت سره سم په همدې کال د کانکور په ملي آزموینه کې ګډون وکړ او د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی فقه او قانون  څانګې ته لاره ومونده. په ۱۳۸۵هجری لمریز کال کې د یادې پوهنځی څخه په عالی درجه فارغ شو.

               ښاغلي محمدالله وردګ د زیاتې علاقې له مخې چې د تدریس سره درلوده له نیکه مرغه په ۱۳۸۶ هجری لمریز کال کې د بغلان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی علوم او فرهنګ اسلامي څانګې کې د کدري غړي (نامزدپوهیالی )په توګه وګمارل شو. ښاغلی وردګ بیا په ۱۳۸۷ کال کې پوهیالی  بیا په ۱۳۹۰ کال کې پوهنیار او په ۱۳۹۲ کال کې ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی تفسیر او حدیث څانګې ماستری ته وروپېژندل شو او په ۱۳۹۵ کال کې دیادې څانګې څخه په عالی درجه فارغ  او په همدې کال د پوهنمل علمي رتبې ته ارتقاء وکړه.

               دا چې ښاغلی وردګ د پوهندوی علمي رتبې ته نوماند و اړینه وه د لوړو زده کړو د وزارت د قوانینو له مخې باید درسي یا ممد درسي کتاب د یادې رتبې لپاره وژباړل شي؛ نو له همدې امله دردګ د دکتور محمد حسین الذهبی کتاب(الاسرائلیات فی التفسیر والحدیث) وژباړه او په ۱۱/۸/۱۳۹۹ نېټه پوهندوی علمي رتبې ته ارتقاء کړې ده، تردې چې په ۱۴۰۱ کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځی مسؤل یا رئیس په توګه وګمارل شو.