د بغلان پوهنتون د رئيس مولوي صدیق الله خالد منصور ژوندلیک

مولوي صديق الله  خالد منصور  دحاجي غلام رسول زوی، په ۱۳۶۸ھ ل کال کې دبغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ دسرخ کوتل دکهنه مسجد د کندهاريانو دکلي په يوه روڼ اندي او متدينه کورنۍ کې دنيا ته سترګې پرانيستې ، څرنګه چې ګران هېواد هغه وخت دشوروي سرو لښکرو اشغال کړی وو، دنورو هيوادوالو په څير دنوموړي کورنۍ هم ګاونډي هيواد پاکستان ته  هجرت کولو ته اړ  شوه.

نوموړي خپلې عصري او ديني زده کړې په ديار هجرت کې پيل کړې او په ۱۴۳۳ھ ق کال چې د۱۳۹۱ ھ ل کال سره سمون خوري ، په ممتاز درجه دپاکستان هيواد ديوي لويي جامعې دارالعلوم حقاني څخه دفراغت سند ترلاسه کړه،

نوموړي دصرف، نحوي ، منطق ، ادب ، فقه ، اصولو فقه ، حديث او تفسير مدرس وو،

دفراغت څخه وروسته هغه دتدريس ترڅنګ داسلامي امارت  په سپڅلي صف کې  دامريکايي اشغال ګرو او دهغوی دګوډاګیانو په ضد په عملي جهاد لاس پورې کړو، او په اسلامي امارت  کې په مختلفو ارګانونو کې مسوليتونه ترسره کړي،

لکه:- دابتدایی محکمې دقضا دنده ،

دولسوالی مسؤليت ،

دولسوالی په سطحه دنظامي کميسيون مسؤليت ،

دولايتونو په سطحه داستخباراتو مسؤليتونه،

نوموړی اوس مهال دبغلان ولايت دپوهنتون درياست دنده پر غاړه لري چې فی الحال هم ددغه دندې په ترسره کولو بوخت دی ،