د بغلان پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز PDC

په ۲۱مه پېړۍ کې له یوه استاد څخه د علمي او اکاډمیک چاپېریال هیلې او غوښتنې د یوه سنتي تدریسي بحث څخه اوړي او  ډېر ټینګار یې پر دی محصلین باید د فعالې زده کړې په پروسه کې را ګډ کړي، د متخصصانو، محصلانو او د علمي سرچینو نوې لاسته راوړنې، نظریات او نوښتونه د استفادې وړ وګرځوي، د علم او پوهې د لېږد پروسې کې اړین او معاصر روشونه و مهارتونه په خپل پوهنتون کې له نوي لیدلوري سره وکاروي او له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه ګټوره استفاده وکړي. له دې لارې شونې ده چې د کار بازار ته اغېزناکه کاري قوه له بشپړې پوهې او مهارت سره وړاندې کړلی شي. همدې محلوظ ته په پام سره د لوړو زده کړو وزارت د یوې پالیسي جوړونکې ادارې په توګه اړینه بولي، څو خپل ځان ډاډمن کړي چې د هېواد هر پوهنتون دغه موضوع لازمه پاملرنه کوي او د تحصیلي بنسټ په کچه یې خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي.

               په همدې اساس د لوړو زده کړو په هر بنسټ کې د مسلکي پراختیا مرکز یا (Professional Development Center)، چې مخفف یې PDC دی، رامنځته کول، یوه ډېره مهمه موضوع ده، چې د پوهنتون منسوبینو ته د علم او پوهې په لېږد کې مرسته کوي. ددې مرکز له لارې هغو نوو کادري غړو ته، چې تازه د پوهنتون چاپېریال ته راځي، د یوې منظمې بستې په قالب کې د اړینې روزنې ټولګه وړاندې کوي، څو دوی وکولای شي چې د علمي کادر د یوه مسلکي غړي په توګه په ټولګي کې تدریس ته چمتو کړي.

               په همدې ترتیب سره د عملي کادري غړو له تجربو او مهارتونو څخه اعظمي ګټه اخستل کېږي او بیا د نورو علمي غړو او منسوبینو سره د تحصیلي بنسټ په کچه شریکېږي. له بلې خوا په اکثره مواردو کې د علمي کادر غړي په مدیریتي بستونو لکه د دیپارټمنټونو امریت، د پوهنځي ریاست او معاونیت، د استادانو امریت، د عملي څېړنو امریت، د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو امریت او نورو اکاډمیکو بستونو کې له ټاکل کېدو سره د خپلې دندې اړوندو ځینو مهارتونو پرته دنده پیلوي، چې وروسته بیا له ځینو ستونزو او ننګونو سره مخامخ کېږي. د مسلکي پراختیا مرکز Professional Development Center همدې کادري غړو ته د اړینو پوهنو او مهارتونو یوه بسته، چې پاس یې یادونه وشوه، چمتو کوي، څو نوي ټاکل شوي استادان د خپل کار له پیل وړاندې یا د خپل مدیریت په لومړیو ورځو کې دغه مهارتونه تر لاسه کړي.

               د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت، د یوه دولتي اکاډمیک بنسټ په توګه د ملکي لوړو زده کړو قانون او په دې برخه کې د نورو نافذو تقنیني اسنادو په رڼا کې د علمي کادر غړو ته د مسلکي پراختیا لوړونې چارو کې فرصتونه رامنځته کوي او استادان د څېړنې، تدریس او علمي نوښتونو په برخه کې روزي او هڅوي، څو  د پوهنتون له شته امکاناتو څخه پوره استفاده وکړي او ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسساتو ته په مرکز او ولایتونو کې امکانات مساعد کړي.

               د بغلان پوهنتون، د مسلکي پراختیا مرکز، چې له پخوا نه یې ددې پوهنتون په اډانه کې شتون درلود، خو فعالیتونه یې د زیات وخت لپاره درېدلي وو، چې د ۱۴۰۱ کال د سنبلې میاشت کې یو ځل بیا فعال شو، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې کادري غړی پوهنمل ګل رحمن رحماني ورته د سرپرست په توګه وپېژندل شو، خو رسمي بست یې نه و، څو میاشتې وروسته علمي چارو معاونیت په اډانه کې د امریت بست ورکړل شو او رسمیت یې پیدا کړ، چې د فعالیتونو په اړه یې د علمي چارو معاونیت ته راپورونه ورکړل شوي دي او شته امکانات به یې لاندې ذکر شي.

               د مسلکي پراختیا مرکز موخې

             د لوړو زده کړو بنسټ کې د کیفیت رامنځته کول او لوړول.

             په علمي او اداري برخه کې د کاردونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پوهنتون پیاوړتیا.

             د لوړو زده کړو بنسټ کې د زده کړې د نوو لارو او روشونو عامول.

             له ښوونیزې ټکنالوژۍ څخه د استادانو د ګټه اخیستنې په برخه کې د ظرفیت لوړول.

             په ښوونیز او علمي چاپېریال کې د مدیریتي او مشرتابه د مهارتونو پراختیا.

             په پوهنتون کې د څېړنې فرهنګ دودول او غښتلي کول.

             د اداري او کتابتون د کارمنانو د ظرفیت لوړول.

             د تدریسي میتودونو او روشونو تقویت او ښه کول.

             د پوهنتون د ستراتیژیک پلان او کیفیت تضمین چاره کې همکاري او د کارکوونکو ظرفیت لوړول.

               د E-Learning او Blended learning رشونو د کارونې په برخه کې د استادانو د وړتیاوو لوړول.

         د مسلکي پراختیا مرکزونو لایحه ، د لوړو زده کړو ملکي قانون د ۷۱ مادې پر بنسټ د خپلو فعالیتونو او دندو د قانوني کېدو په موخ بشپړه شوې او جلا شرایط ورته وضع شوي دي. ددې لایحې وضعه کولو مانا داده چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون کادري غړو او نورو کارکوونکو ته د ښوونیزو پروګرامونو جوړول د مهارتونو د پیاوړتیا، غوره خدمتونو او روزنې د وړاندې کولو لپاره په رسمیت پېژني، له مالي او معنوي اړخه یې تمویل او ملاتړ کوي.

تعریف

 د مسلکي پراختیا د کاري لایحې له مخې مسلکي پراختیا د علمي کادر غړو او د پوهنتون د نورو منسوبینو د مسلکي وړتیاوو د لمنې پراختیا لپاره د مسلکي فرصتونو او فعالیتونو له وړاندې کولو څخه عبارت ده، چې د دوی له نقش او مسوولینونو سره تړاو لري. د کارکوونکو لپاره د نوې پوهې د تر لاسه کولو، منلو او تمرین فرصتونه رامنځته کوي او په پایله کې د فردي، ګروپي او سازماني وړتیاوو زده کړه کې لوړوالی راولي.

لرلید

 د پوهنتون د علمي کادر غړو او کارکوونکو د ظرفیت پراختیا او پیاوړتیا، څو دغه تحصیلي بنسټ وکولای شي په ښوونیزه، څېړنیزه، مسلکي او رهبري برخه کې پر یوه ملي او نړیوال معتبر  بنسټ باندې بدل شي.

ماموریت

د رهبرۍ، ښوونیزې ټکنالوژۍ، پیداګوژیکو مهارتونو او نورو اړوندو برخو کې د ښوونیزو پروګرامونو او ورکشاپونو د جوړولو له لارې د علمي کادرونو د ظرفیت لوړاوي لپاره زمینه مساعدول.

د مسلکي پراختیا مرکز امر ځانګړنې

د مسلکي پراختیا مرکز امر د پوهنتون د مشر په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت مقام د منظورۍ پر بنسټ د څلورو کلونو لپاره مقررېږي، چې دا موده یې د غځېدو( تمدید) وړ نه ده. د امر شرایط په لاندې ډول دي:

1.            د پوهنتون د علمي کادر غړی وي

2.            لږ تر لږه د پوهندوی علمي رتبه ولري

3.            لږ تر لږه د ماسټر تحصیلي درجه ولري

4.            پر یوه نړیواله ژبه حاکمیت ولري

5.            د کمپیوټر له معمول  پروګرامونو سره اشنايي او ورڅخه د استفادې کافي وړتیا ولري

6.            په علمي – اکاډمیکو فعالیتونو کې د کافي تجربې او مهارت خاوند وي

د مسلکي پراختیا امر دندې 

1.            د علمي هئیت او مسلکي پراختیا بورډ په ناستو کې د علمي منشي په توګه فعاله ونډه اخیستنه.

2.            په پوهنتون او له پوهنتونه څخه بهر بنسټونو کې د پي ډي سي مرکز استازولي کول.

3.            د علمي اثارو د تالیف او ژباړې په برخه کې له ډیپارټمنټونو او پوهنځیو سره کار کول.

4.            د ښوونیزو چارو په ښه والي کې له پوهنځيو او ډيپارټمنټونو سره کار کول.

5.            د ورځنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د درسي نصابونو د بیا کتنې، بشپړاوې او تطبیق په برخه کې له پوهنځیو او ډيپارټمنټونو سره کار کول.

6.            د لوړو زده کړو د لایحو، مقررو او قانون په ګډون د نورو تقنیني اسنادو په طرحه او بیا کتنه کې همکاري کول.

7.            د ښوونیزو کارځایونو پروګرام طرحه کول.

8.            د مرکز او اړوندو بنسټونو تر منځ د اړیکې رامنځته کول.

9.            د عملي او تطبیقي پلانونو پراختیا.

10.         د علمي پلاوي او مسلکي پراختیا بورډ د ناستو ریاست کول.

11.         د راغلو مکتبونو مطالعه، د تطبیق او تعقیب لپاره یې د اړینو لارښوونو صدور.

12.         د اړوندو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو وړاندیزونو کول.

13.         د کلنۍ بودیجې وړاندیزونه او پوهنتون ته یې وړاندې کول.

14.         نورې هغه دندې چې له قانون سره سم د پوهنتون د چارواکو له لوري مرکز ته سپارل کېږي.

15.         د پوهنتون په علمي او رهبري شورا او همدارنګه له پوهنتون نه بهر شوراګانو کې د مرکز فعاله استازولي کول.

د مسلکي پراختیا مرکز موقعیت او امکانات

د مسلکي پراختیا مرکز د حسین خېلو ساحه کې د انجینري پوهنځي په لاندیني پوړ کې موقعیت لري او فعالیت یې په درېیو خونو کې مخته ځي چې عبارت دي له:

د امریت دفتر: د امریت دفتر د مسلکي بورډ او علمي هئیت د غړو د غونډو دفتر هم دی چې د مرکز د امر دفتر په کې فعال دی. یاده څانګه ای سي، دوه میزونه، دوې المارۍ، دوه کمیپوټرونه، یو ایل سي ډي سکرین، یوه د قرطاسیې المارۍ، یوه جوړه کوچونه، رنګه پرېنټر، د امر لپټاپ کمپیوټر، د عکاسۍ کمره، دوه کوټ بندونه، هارډ ډسک  لري. په همدې ترتیب یو یخچال او د اوبو سړونکی ماشین هم په کې شته دي.

د مدیریت دفتر: دا دفتر د اداري مدیر او مسلکي پراختیا مدیر لپاره ځانګړی شوی دی چې دوه میزونه، ای سي، دوې المارۍ، دوه کمپیوټرونه، برقي جارو، د اوبو سړونکي ماشین، څلورو څوکیو، یوه کوټ بند،  قرطاسیه او دفتري لوازم لري.

د کنفرانسونو تالار: مرکز د کنفرانسونو له ځانګړي تالار څخه برخمن دی چې ددې مرکز د علمي برنامو او ورکشاپونو د مخته وړلو لپاره کارېږي او امکانات یې له پروجکتور، ستیج، ۴۶ څوکیو، د غونډو د مدیریت څوکۍ، د اعلاناتو دړې، یوې سپینې تختې، ای سي، څلورو ګروپي او یوه ګرد مېز او د اوبو سړونکي ماشین څخه عبارت دي.