بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۲ کال په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرو شویو څېړنیزو مقالو د موندنو وړاندې کولو علمي کنفرانس.

baghlan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۴
bu

د استادانو علمي څېړنیزو مقالو د موندنو وړاندې کولو علمي کنفرانس چې د يوې ورځې (وږي۲۰مه) لپاره ترسره شو چې په کې د بغلان ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن ح-ق-ا-ن-ي، د بغلان ولايت، ولايتي رئیسانو، د امارتي او خصوصي بنسټونو مسئولینو، متخصصینو او کارپوهانو د بغلان پوهنتون رهبرۍ او استادانو ګډون درلود. د غونډې په لومړنیو خبرو کې، د بغلان ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن ح-ق-ا-ن-ي او د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور د اسلام مبارک دین له نظره د علمي څېړنو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې، او همدارنګه د بغلان پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهندوی امین الله فطرت د څېړنیزو فعالیتونو د اړتیا، د علمي څېړنو په پرمختګ او د ټولنې په پراختیا کې د علمي څېړنو رول، او د لوړو زده‌کړو وزارت پالیسیو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

په دې علمي کنفرانس کې د بغلان پوهنتون استادانو له لوري د علمي - څېړنیزو مقالو موندنې وړاندې شوې، چې په کې د څېړونکو لخوا، دولتي ادارتو، خصوصي سکتور او مؤسساتو لپاره ګټور او اغېزمن وړاندیزونه او لارې چارې وړاندې شوې او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د یادونې وړ ده چې په دې علمي کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د بغلان پوهنتون په ملي ژورنالونو او همداراز نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې خپرې شوې وې.

وړاندې شوې مقالې د بشري علومو، کرنې، اقتصاد، کانونو، ریاضیاتو او فزیک برخو کې وې.

دغه علمي کنفرانس د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، لخوا تر ارزونې او د مقالو وړاندې کوونکو ته د ډالیو او ستاینلیکونو وېشلو وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

بغلان پوهنتون نویو بریالي شویو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې نویو بریالي شویو محصلانو ته د پوهنتون د امکاناتو، جوړښتونو، تشکیلاتو او علمي او څیړنیزو فرصتونه او د نظم او ډیسپلین لایحه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

هیئت رهبری پوهنتون قندهار در یک سفر علمی از پوهنتون بغلان دیدار کرد؛ تفاهم‌نامه همکاری علمی میان دو پوهنتون به امضا رسید

امروز یکشنبه 26 محرم الحرام 1448ه.ق هیئت رهبری پوهنتون قندهار محترم پوهنیار مولوی سیف‌الله سعید، معاون امور علمی، محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون معاون تحقیقات و مجله علمی، محترم. . .

BACK TO NEWS