بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

baghlan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
bu

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار د بغلان پوهنتون د امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمه‌ الله د غونډو په تالار کې پیل شو.

په یاد سیمینار کې د بغلان پوهنتون مرستیالانو، د بغلان ولایت د علماوو شورا درنو غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، او همدارنګه د حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو پراخ او فعاله ګډون درلود.

سیمینار د شرعیاتو پوهنځي رئیس، ښاغلي مولوي نورالله درویش له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

د سیمینار په لومړۍ ورځ، د بغلان ولایت د علماوو شورا غړو، ښاغلي شیخ حبیب‌الرحمن مظهري او ښاغلي شیخ عبدالباقي محقق، په ترتیب سره مهم او ارزښتناک دیني او علمي موضوعات وړاندې کړل. په دغو موضوعاتو کې «د ایمان تعریف او د هغه شعبې، د امام ابو حنیفه رحمه الله مذهب او د مناقبو د تقلید حکم»او«اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح، او همدارنګه د اسلامي نظام موخې، ګټې او د هغه د ساتنې لارې» شاملې وې، چې ټول مطالب د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې په تفصیلي ډول تشریح شول.

په پای کې سیمینار دخیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار به د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د پیاوړتیا په موخه تر راتلونکو درې ورځو پورې دوام ومومي.

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

د بغلان پوهنتون لیلیه د مسافرو استادانو پر مخ پرانیستل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د هدایت او د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د بغلان پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، د دغه پوهنتون لیلیه د ۳۵ تنو استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

هیئت رهبری پوهنتون قندهار در یک سفر علمی از پوهنتون بغلان دیدار کرد؛ تفاهم‌نامه همکاری علمی میان دو پوهنتون به امضا رسید

امروز یکشنبه 26 محرم الحرام 1448ه.ق هیئت رهبری پوهنتون قندهار محترم پوهنیار مولوی سیف‌الله سعید، معاون امور علمی، محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون معاون تحقیقات و مجله علمی، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

یکشنبه- د ۱۴۴۸ هـ س کال د محرم الحرام میاشتې ۱۲مه نېټه

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.

د ازموینو د ړونتیا او منظم بهیر د رامینځته کولو په. . .

BACK TO NEWS