بغلان پوهنتون محصلانو ته د «مسلکي سي وي لیکنې» تر نامه لاندې سیمینار وړاندې شو.

baghlan_admin
Wed, Jun 18 2025 10:13 AM
bu

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د ذوالحجه میاشتې ۲۰مه

بغلان پوهنتون اوه ګونو پوهنځیو څلورم ټولګي محصلانو ته د مسلکي سي وي لیکنې تر نامه لاندې سیمینار د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز ICT کې تر سره شو.

یاد سیمینار لومړی د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې، د بغلان پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز آمر ښاغلي پوهنمل عبدالخالق نوري د سیمینار د اهمیت او موخو په اړه وینا تر سره کړه.

په همدې لړ کې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد ښاغلي نامزد پوهنیار عبدالباسط حیدري چې د یاد سیمینار وړاندې کوونکی هم و د یو شمیر معلوماتو په هکله لکه؛ د یو مسلکي سي وي اصول او جوړښت او د کارکوونکو د پام را اړولو لپاره مهمو ټکو په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار دوه ورځې دوام درلود چې لومړۍ ورځ ژورنالیزم، اقتصاد، انجینری او ښوونې روزنې پوهنځي او دویمه ورځ ادبیات او بشري علوم، شرعیات او کرنې پوهنځیو لپاره ټاکل شوې وه.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS