بغلان پوهنتون د فوټسال پسرلني جام سیالۍ پیل شوې.

baghlan_admin
Sat, Apr 26 2025 3:02 PM
BU

شنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د شوال المکرم میاشتې ۲۸مه بغلان پوهنتون د فوټسال پسرلني جام سیالۍ د پیل مراسمو کې د بغلان پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي مجیب الرحمن قلندر، د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي قاري محمدجاوید نسیمي، د بغلان ولایت د ورزش او بدني روزنې آمر ښاغلي قاري محمد امیر امیري، د بغلان ولایت د ورزش او بدني روزنې فنی او مسلکي مرستیال ښاغلي محمد قیوم رحیمی، د بغلان پوهنتون استادان، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.

د یادو سیالیو د پیل مراسم لومړی د بغلان پوهنتون ورزشي مدیر ښاغلي عبدالخبیر دانشفر له لوري د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار محمد یما سروري د یادو سیالیو د موخو او د محصلانو تر منځ د یووالي او همکاري په اړه خبرې وکړې.

  همداراز د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي قاري محمدجاوید نسیمي او د بغلان ولایت د ورزش او بدني روزنې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي محمدقیوم رحیمي په خپلو خبرو کې یادې سیالۍ د محصلانو ترمنځ د همکاري، خپل منځي یووالي او دنیکو اخلاقو د اظهار لپاره مناسب فرصت وګڼلې او زیاته یې کړه چې محصلان باید د لوبو په بهیر کې ورزشي اخلاق رعایت کړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شرعیاتو او د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځیو تاکل شویو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ټاکل شوې لوبډلې ۰ - ۴ ګولونو په توپیر شرعیاتو پوهنځي ټاکل شوې لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړه.

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS