د بغلان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د یاد پوهنتون منسوبینو ته ور وپېژندل شول

baghlan_admin
Sun, Jul 03 2022 8:08 AM
bu

د بغلان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د یاد پوهنتون منسوبینو ته ور وپېژندل شول

نن پنج شنبه د ۱۴۴۳ سپوږميز کال ذي الحجې میاشتې لومړۍ نېټه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال چنګاښ میاشتې ۹ نیټې سره سمون لري ښاغلی پوهنیار حافظ محمد جاوید نسیمي د بغلان پوهنتون محصلانو چارو مرستیال په توګه او ښاغلی پوهندوی محمد الله وردګ د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس په توګه د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ګل الرحمن رحماني لخوا په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د محصلانو چارو پخواني مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو او کارمندانو یې ملتیا کوله د یاد پوهنتون استادانو او منسوبینو ته ور وپېژندل شول، او د پخواني مرستیال او رئیس د ښو خدمتونو تقدیر او ستاینه وشوه

ښاغلي پوهنیار ګل الرحمن رحماني د پوهنتون رئیس په خپلو خبرو کې وویل: پخواني د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل غلام رضا صفدري او د ښوونې او روزنې پوهنځي سرپرست پوهنمل محمد حسن جعفري د تدریس تر څنګ د پوهنتون د ترقی او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، چې مونږ یې قدر دانی کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته د لوی اجر غوښتونکي یو.

د پوهنتون رئیس نوي معرفي شوي کسان د بغلان پوهنتون وړ او په کار پوه علمي کادرونه یاد کړل، چې په وینا یې: د یادو کسانو په تقرر او ګمارنې سره به د پوهنتون علمي او تدریسي چارې لاهم پیاوړې او منظمې شي

په پای کې دواړو ښاغلیو ته د مبارکی تر څنګ ټولو ګډونوالو د الله تعالی دربار ته لاسونه لپه کړه او د توفیق او ښه خدمت کولو دعا غوښتنه یې ورته وکړه

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS