د یو اداري تعمیر، دوه د لیلیې تعمیرونه او د محافظینو د اتاق ترمیم او رنګمالي او د پوستې جوړونې د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
بغلان پوهنتون په پام کې لري چې په یاد پوهنتون کې یوه اداري ودانۍ، د محصلانو د لیلیې دوه ودانۍ او د محافظینو د استوګنې یو اتاق ترمیم او رنګمالي کړي. همدارنګه د محافظینو لپاره یوه امنیتي پوسته جوړه کړي.
هغه شرکتونه، او اشخاص چې غواړي په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته تر (۲۱) ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د بغلان پوهنتون ریاست ته وسپاري او هغه نېټه چې د ادارې له لوري ټاکل کېږي، د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي.
پته: بغلان ولایت، پلخمري ښار، شپږمه ناحیه، د حسین خیلو سیمه
