د قرطاسیې د پیرلو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
بغلان پوهنتون په پام کې لري چې د خپلو اداري او تدریسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه یو شمیر دفتري قرطاسیه تدارک او وپېري. هغه شرکتونه او اشخاص چې غواړي په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته تر (۲۱) ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د بغلان پوهنتون ریاست ته وسپاري او هغه نېټه چې د ادارې له لوري ټاکل کېږي، د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي.
پته: بغلان ولایت، پلخمري ښار، شپږمه ناحیه، د حسین خیلو سیمه.
