بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
BU

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT)  تالار کې وړاندې شو.

یاد سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز آمر، ښاغلي پوهندوی عبدالخالق نوري، د سیمینار پرانیستونکې وینا ترسره کړه. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د عصري ښوونیزو میتودونو د پیاوړتیا او پرلیکه(انلاین) زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړ.

ورپسې د بغلان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهیالي محمودالله ثاقب د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د نويو او عصري ښوونیزو ماډلونو ډولونه، د ديجیتل ښوونیزو منځپانګو ډولونه، د ښوونیزو ویډیوګانو د ثبت عملي لارې، د افغانستان اوسني ښوونیز وضعیت او د زده‌ کړو د اغېزمنتیا د لوړولو مهم ټکي په تفصیل سره تشریح کړل.

په همدې لړ کې د ګډونوالو پوښتنو ته د موضوع اړوند لازم ځوابونه ورکړل شول او په پای کې سیمینار د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.
 
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۶

BACK TO NEWS