بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

baghlan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
bu

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار د بغلان پوهنتون د امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمه‌ الله د غونډو په تالار کې پیل شو.

په یاد سیمینار کې د بغلان پوهنتون مرستیالانو، د بغلان ولایت د علماوو شورا درنو غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، او همدارنګه د حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو پراخ او فعاله ګډون درلود.

سیمینار د شرعیاتو پوهنځي رئیس، ښاغلي مولوي نورالله درویش له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

د سیمینار په لومړۍ ورځ، د بغلان ولایت د علماوو شورا غړو، ښاغلي شیخ حبیب‌الرحمن مظهري او ښاغلي شیخ عبدالباقي محقق، په ترتیب سره مهم او ارزښتناک دیني او علمي موضوعات وړاندې کړل. په دغو موضوعاتو کې «د ایمان تعریف او د هغه شعبې، د امام ابو حنیفه رحمه الله مذهب او د مناقبو د تقلید حکم»او«اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح، او همدارنګه د اسلامي نظام موخې، ګټې او د هغه د ساتنې لارې» شاملې وې، چې ټول مطالب د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې په تفصیلي ډول تشریح شول.

په پای کې سیمینار دخیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار به د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د پیاوړتیا په موخه تر راتلونکو درې ورځو پورې دوام ومومي.

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني ـ علمي سیمینار پیل شو.

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ س کال د رجب المرحب میاشتې په ۲۴مه

د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او لارښوونو پر بنسټ، د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي خصوصي پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.س کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه

د مالیې وزارت له لوري «د افغانستان مالياتي نظام» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د بغلان پوهنتون اقتصاد او شرعیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۶
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعا سره د ۲۶۰۰ علماء کرامو او پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب بشپړ او ژر به د لوستونکو په واک کې ور کړل شي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «سمعاً وطاعةً یا امیرالمؤمنین حَفِظَکَ اللهُ تَعَالی وَ رَعَاکَ» په نوم یاد کتاب، چې په ۲۹۵ صفحو مشتمل دی ډېر ژر به د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.

په. . .

BACK TO NEWS