د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د نظارت او ارزونې ریاست پلاوي له بغلان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

baghlan_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۵۰
bu

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د نظارت او ارزونې ریاست عمومي مدیر او ورسره مل پلاوي بغلان پوهنتون څخه لیدنه وکړه، څو د یاد پوهنتون علمي، تدریسي او اداري وضعیت له نږدې و ارزوي.

په دې لیدنه کې، د وزارت استازي د بغلان پوهنتون اړوندو مسؤلینو سره جلا جلا ناستې ترسره کړې او د پوهنځیو، لابراتوارونو، کتابتون، اداري واحدونو او تدریسي چاپېریال څخه لیدنه وکړه.

د بغلان پوهنتون مسؤلینو د نظارت او ارزونې یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ څرګند کړ چې د وزارت ټولې لارښوونې به په جدي توګه تعقیبوي او د علمي کیفیت د لوړوالي لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «علمي کادر غړیو دندې او درسي مکلفیتونو لارښود تشریح» تر سرلیک لاندې د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز PDC له لوري یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «ملي او نړیوالو مقالو ارزونې او داورۍ طریقې» تر سرلیک لاندې، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  لخوا او د علمي څیړنو معاونیت په همغږۍ علمي ښوونیز سیمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

بغلان پوهنتون استادانو ته د «پرلیکه کورسونو طرحه کول او د ښوونیزو ویډیوګانو ثبت» تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)  له لوري د معلوماتي. . .

BACK TO NEWS