دبغلان پوهنتون زراعت پوهنځي  ریس معین الدین نعیمي پیژندنه

محترم معین الدین نعیمی د فخرالدین زوۍ په ۱۳۷۰ ه ش کال کی د تخار ولایت اشکمش ولسوالی زرمخ قریه  په یوه متدینه کورنۍ کی دنیا ته راغلی دی ، لومړنۍ زده کړۍ یی د حضرت خالد بن ولید رض په متوسطه کی سرته رسولی په ۱۳۸۵ کال کی د اشکمش ولسوالۍ د شهید طارق په عالی لیسه کی شامل شو چی په ۱۳۸۷ ه ش کال کی په اعلی درجه فارغ شوو.

په ۱۳۸۸ کال کې د کانکور ازموینی له لارې د بغلان پوهنتون کرنی پوهنځي کی شامل شو چی په ۱۳۹۱ کال کی د لیسانس په سویه د اول نمره په صفت فارغ شوو. لکه څنګه چی یی د استادی له سپیڅلی دندې سره شوق او ذوق درلود او د همدارنګه د بغلان پوهنتون د رهبري غوښتنه هم وه د ۱۳۹۲ کال په اوایلو کی د ازاد رقابت له لاری د کرنې پوهنځي حیوانی علومو په څانګه د علمی کادر په حیث مقرر شو او ۱۳۹۳ کال کی د حیوانی علومو د دیپارتمنت د آمر په حیث دنده شروع کړه.

پوهنمل نعیمی په ۱۳۹۴ کال کی د رقابتی ازموینی له لاری د کابل پوهنتون حیوانی علومو دیپارتمنت ماستری پروګرام  ته بریالی شوو او په ۱۳۹۶ کال کی د حیوانی علوم دیپارتمنت څخه خپله ماستری ترلاسته کړه د تحصیل د بشپړولو څخه وروسته بغلان پوهنتون سره یوځای شوو . پوهنمل نعیمی په دری ،پښتو او انګلیسي ژبو برلاسی لری همدارنګه یی په ملی او بین المللی کنفرانسونو کی شرکت کړی دی چی تر دی  مهاله دری علمی مقالې په نړیوالو ژورنالونو کی خپرې شوي دی .