بغلان پوهنتون څلورم ټولګیو محصلانو ته د مونوګراف لیکلنې او مقالې لیکلنې دوه ورځنی ښوونیز سیمینار پیل شو.

baghlan_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۴۱
BU

چهارشنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د ذوالقعدې میاشتې ۹مه، بغلان پوهنتون د علمي څیړنو معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د یاد پوهنتون محصلانو ته دوه ورځنی ښوونیز سیمینار پیل شو.

په یاد سیمینار کې د بغلان پوهنتون د علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاری محمدجاوید نسیمي، دبغلان پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.

سیمینار لومړی د بغلان پوهنتون د یو تن محصل له لوري د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي د سیمینار پرانیستونکې وینا کې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې دا ډول سیمنارونه محصلانو ته د مونوګراف او مقالې په لیکلو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

همداراز د بغلان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار سخي بخش اسدي چې د یاد سیمینار وړاندې کوونکی هم و؛ محصلانو ته د مونوګراف لیکنې او مقالې لیکنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.

د یاد سیمینار په بهیر کې د محصلانو پوښتنو ته هم فرصت ځانګړی شو چې د سیمینار وړاندې کوونکي له لوري لازم او دقیق ځوابونه ورکړل شو.

په همدې لړ کې د بغلان پوهنتون د علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت له لوري د یاد ښوونیز سیمینار ارزونه ترسره شوه او په پای کې سیمینار د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی سید مجتبی نایل له لوري د خیر په دعایې سره پای ته ورسید.

د یادونې وړ ده چې یاد ښوونیز سیمینار به د بیلابیلو پوهنځیو محصلانو ته دوه ورځې دوام ولري.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان پوهنتون له لوري د ثالث عمر (امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د ژوند او جهادي کارنامو په اړه علمي-فکري سیمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ-س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه نیټه - بغلان پوهنتون فرهنګي کمیټې له لوري د ثالث عمر (امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د ژوند او جهادي کارنامو په اړه یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

بغلان پوهنتون استادانو ته د ستراتیژیک، کاري او تطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي تر نامه لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

دوشنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۴مه، بغلان پوهنتون استادانو ته د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لوري د ستراتیژیک، کاري اوتطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي تر نامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د بغلان او کندز پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۳مه یاده ناسته کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور  د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د محصلاو چارو. . .

BACK TO NEWS