بغلان پوهنتون استادانو ته د ستراتیژیک، کاري او تطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي تر نامه لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

baghlan_admin
Tue, May 13 2025 10:13 AM
BU

دوشنبه د ۱۴۴۶ ه س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۴مه، بغلان پوهنتون استادانو ته د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز(PDC) له لوري د ستراتیژیک، کاري اوتطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي تر نامه لاندې یو ورځنی سیمینار د بغلان پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي مرکز(ICT) کې تر سره شو.

سیمینار لومړی د بغلان پوهنتون د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار طیب مصلح له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل شو.

د یاد سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني د پلانونو د اهمیت په اړه وینا تر سره کړه، ورپسې د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل کریم الله محمدي، چې د سیمینار وړاندې کوونکی هم و، د ستراتیژیک، کاري او تطبیقي پلانونو د جوړولو څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

د یاد سمینار په بهیر کې استادانو ته د سوال او ځواب موقع هم ورکړل شوه، کومې پوښتنې چې مطرح شوې د استاد کریم الله محمدي له لوري په ښه، مفصل او د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شو.

او په پای کې یاد سیمینار د ټولو ګډونوالو د خیر په دعایې سره پای ته ورسید.

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS