بغلان پوهنتون نویو بریالي شویو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

baghlan_admin
Thu, Sep 10 2026 10:46 AM
bu

بغلان پوهنتون کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې نویو بریالي شویو محصلانو ته د پوهنتون د امکاناتو، جوړښتونو، تشکیلاتو او علمي او څیړنیزو فرصتونه او د نظم او ډیسپلین لایحه د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپیژندل شول.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس، ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور په خپله پرانیستونکې وینا کې نویو بریالي شویو محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هر ډول علمي، مادي او معنوي ملاتړ ډاډ ورکړ. نوموړي له محصلانو څخه یې وغوښتل چې د رسول الله ﷺ ټول اعمال او اقوال په ځان عملي کړي او ځان د رسول الله ﷺ په سنتو برابر کړي.

د بغلان پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي سمیع الله راشد، په خپله وینا کې له محصلانو څخه وغوښتل چې د عصري علومو تر څنګ د دیني علومو زدکړه هم ترسره کړي او له دغه څلورکلن تحصیلي فرصت څخه په اغیزمنه توګه ګټه واخلي. نوموړي محصلان د خپلو مشروع حقونو غوښتلو ته و هڅول او د لوړو موخو په ټاکلو یې ټینګار وکړ.

ورپسې د بغلان پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، ښاغلي مولوي احمدولي مسلم، محصلانو ته د بغلان پوهنتون د تعهدنامې موارد او اړوند مسولیتونه تشریح کړل.

همداراز د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي پوهنمل قاري محمدجاوید نسیمي، د نظم او ډیسپلین کمیټې لایحه اواړوند اصول او مقررات محصلانو ته تشریح کړل.

په همدې لړ کې د بغلان پوهنتون د څیړنو عمومي مدیر، ښاغلي عزیزالله طاهري، ته د پوهنتون د زیربناوو، امکاناتو، جوړښتونو، تشکیلاتو او علمي او څیړنیز فرصتونه تشریح کړل.

د یادونې وړ ده چې بغلان پوهنتون هر کال د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي په موخه ورته غونډې جوړوي، څو هغوی د پوهنتون له علمي، اداري او څېړنیزو برخو، موجودو امکاناتو او اړوندو اصولو او مقرراتو سره لا ښه بلد شي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 07 2026 1:40 PM
Background image

لیلیه پوهنتون بغلان برای استادان مسافر فعال گردید

به اساس هدایت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه و مقام محترم وزارت تحصیلات عالی و در پی تلاش‌های رهبری پوهنتون بغلان، لیلیه این پوهنتون برای ۳۵ تن از استادان فعال گردید.

این. . .

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS