بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو د ټاکنې سیالۍ ترسره شوه.
سهشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې ۲۰مه نیټه
بغلان پوهنتون کې د قرآن کریم غوره حافظانو سیالۍ ازموينه د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت په همغږۍ، د محصلانو د انسجام او خدماتو د عمومي مدیریت له لوري په روحاني او معنوي فضا کې ترسره شوه.
په دې پروګرام کې د بغلان پوهنتون د اوو پوهنځیو څخه د قرآن کریم حافظانو ګډون کړی و او له یو بل سره یې سیالي وکړه. د دې ازموینې د جوړېدو موخه د قرآني فرهنګ ترویج، د محصلانو هڅول د الله جل جلاله د کلام د حفظ او تلاوت لپاره، او د قرآن کریم د حافظانو د هڅو درناوی بلل شوی دی.
د سیالۍ په پای کې، دوه تنه حافظان چې تر ټولو لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د غوره کسانو په توګه وپېژندل شول او د لوړو زده کړو محترم وزارت ته معرفي شول.
د بغلان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال قاري محمدجاوید نسیمي، دا ډول پروګرامونه د محصلانو ترمنځ د دیني او معنوي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
