د افغانستان مالياتي نظام تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

baghlan_admin
Sun, Jan 11 2026 2:07 PM
BU

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.س کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه نېټه

د مالیې وزارت له لوري «د افغانستان مالياتي نظام» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د بغلان پوهنتون اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلانو ته د ټکنالوژۍ معلوماتي مرکز ICT تالار کې وړاندې شو.

یاد سیمینار کې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل‌ الرحمن رحماني، د بغلان ولایت مستوفي ښاغلي مولوي بشیر احمد نعماني، د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي، د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو استادانو او محصلانو ګډون درلود.

سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د پرانیستونکو خبرو پر مهال ګډونوالو او د مالیې وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد سیمینار ارزښت بیان کړ.

وروسته د بغلان ولایت مستوفي ښاغلي مولوي بشیر احمد نعماني د وینا پر مهال د مالياتي نظام اهمیت او د عوایدو د راټولولو شفافیت پر ارزښت خبرې وکړې.

په پای کې د مالیې وزارت پلاوي د افغانستان د مالياتي نظام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې پکې د ګمرکونو او عوایدو معینیت، د عوایدو لوی ریاست سیستمونه، د عوایدو راټولولو نوې لارې چارې او د مالياتي چارو د اسانتیاوو په اړه تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.

په همدې لړ کې د یاد پلاوي له لوري د ګډونوالو پوښتنو ته لازم جوابونه ورکړل شول.

او په پای کې سیمینار د شرعیاتو پوهنځي رئیس، ښاغلي مولوي نورالله درویش لخوا د خیر دعايې په ویلو سره پای ته ورسید.

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS