د کورس پالیسي د جوړولو معیاري کړنلارې تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار ترسره شو.

بغلان پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) له لوري، د معلوماتي ټیکنالوژۍ په مرکز (ICT) کې د "کورس پالیسي د جوړولو معیارې کړنلاره؛ له اصولو تر پلي کېدو" تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو.
سیمینار د بغلان پوهنتون د استادانو چارو آمر، ښاغلي پوهنیار طیب مصلح، له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
یاد سمینار د بغلان پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز آمر، ښاغلي پوهندوی عبدالخالق نوري، له خوا ګډونوالو ته معرفی شو، چې پکې یې د سمینار د موخو، محتوا او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د بغلان پوهنتون رئیس، ښاغلي مولوي صدیق خالد منصور، د پیل وینا وکړه او د کورس پالیسي د اهمیت، اړتیا او اغېزو په اړه یې ګډونوالو ته ارزښتناک معلومات وړاندې کړل.
همداراز د بغلان پوهنتون استاد، ښاغلي پوهنیار سیدعاصم هاشمي، د کورس پالیسي د جوړولو معیارې کړنلارې اړوند هر اړخیز مسلکي معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
په پای کې، سیمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد، ښاغلي نامزد پوهنیار محبوب نظري، له خوا وارزول شو، او د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
سه شنبه- د ۱۴۴۷ هـ.س کال د صفرالمظفر میاشتې۱۱مه
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت