بغلان پوهنتون له لوري د ثالث عمر (امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د ژوند او جهادي کارنامو په اړه علمي-فکري سیمینار وړاندې شو.

baghlan_admin
Sat, May 17 2025 10:10 AM
BU

چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ-س کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه نیټه - بغلان پوهنتون فرهنګي کمیټې له لوري د ثالث عمر (امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) د ژوند او جهادي کارنامو په اړه یو ورځنی علمي-فکري سیمینار د یاد پوهنتون د امام قتیبة بن سعید بغلاني (رح) د غونډو په تالار کې وړاندې شو.

د سیمینار موخه دا وه چې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله شخصیت، د هغه جهادي هڅې، د اسلامي امارت بنسټ ایښودنه، او د افغانستان د معاصر تاریخ په جوړښت کې د هغه رول وڅېړل شي.

د غونډې ګډونوالو د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند بېلابېل اړخونه، لکه د شوروي ځواکونو پر ضد جهاد، د طالبانو د تحریک بنسټ ایښودنه، او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره هڅې، وڅېړلې.

په یاد سیمینار کې د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل قاري محمد جاوید نسیمي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن قلندر، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.

سیمینار لومړی د بغلان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي عبدالرحمن مصباح له لوري د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل شو، ورپسې، د بغلان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل ګل الرحمن رحماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، هغو ته د اسلامي ثقافت د مضامینو په ملي کنفرانس کې د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله آخندزاده حفظه الله د وینا لنډیز وړاندې کړ.

ورپسې، د بغلان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي نورالله درویش د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ژوندلیک او لومړنۍ جهادي هڅو په اړه ګډونوالو ته تفصیلي وینا  کړه.

د یاد سیمینار په بهیر کې د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال محمدالله وردګ د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ ایښودو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور پر افغانستان د امریکا پوځي یرغل په وخت د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله موقف په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د الهي نظام د نافذ کیدو او قایم کیدو له ویرې کفارو د یرغل لپاره بیلابیلې بهانې پیدا کړې او پر افغانستان یې یرغل وکړ.

او په پای کې یاد سیمینار د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي احمد ولي مسلم له لوري د خیر او سلامتي په دعایې سره پای ته ورسید.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS