بغلان پوهنتون د نشراتو کمیټې ناسته ترسره کړه.

بغلان پوهنتون د نشراتو کمیټې د بغلان پوهنتون د علمي څیړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی امین الله فطرت په مشرۍ ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې چې د بغلان پوهنتون د نشراتو کمیټې ټولو غړو ګډون درلود، په یو شمیر اړینو موضوعاتو لکه؛ بغلان پوهنتون د نشراتو کمیټې د دندو د لایحې نوي کول، د بغلان پوهنتون نړیوالې مجلې وړاندیز شوې طرحې تایید، د بغلان پوهنتون استادانو د علمي مقالو د اجراآتو پړاوونو په تګلاره کې بدلون او د بغلان پوهنتون استادانو د ترفیعي علمي آثارو تایید باندې بحث او پریکړې ترسره شوې