بغلان پوهنتون علمي شورا ناسته!
د بغلان پوهنتون د علمي شورا ناسته د دې پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صدیق الله خالد منصور په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل ګل الرحمن رحماني، د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهندوی امین الله فطرت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل قاري محمدجاوید نسیمي، د مالي او اداري چارو مرستیال مجیب الرحمن قلندر او د شورا نورو غړو ګډون درلود.
یاده ناسته کې د استادانو د علمي ترفیعاتو ترڅنګ د نړیوال ژورنال ایجادول، د خزاني سمستر ورستې آموینې پیل او د پوهنتون اړوند یو لړ نورو مهمو مسايلو بحث او اړينې پرېکړې وشوې..