له بغلان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ازونې ریاست پلاوي لیدنه!
شنبه د ۱۴۴۶/ ۴/ ۱۶ ھ.س نېټه چې د ۱۴۰۳/ ۷ / ۲۸ھ.ل نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د فوق لیسانس برنامو د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي قاضي عبدالباري غفاري په مشرۍ پلاوي له بغلان پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
یاد پلاوي د بغلان پوهنتون له رهبرۍ سره له تعارفي غونډه وروسته د دې علمي بنسټ له اوګونو پوهنځیو څخه د عمومي څارنې او ارزونې په موخه خپل کار پیل کړ.
د دې لېدنې موخه د بغلان پوهنتون له اکاډمیکو چارو څخه عمومي څارنه او ارزونه وه.