د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او مولوي نورالله درویش د شرعیاتو پوهنځي د رئيس په توګه معرفي او رسما یې خپلې دندې پیل کړې.

د دوشنبه په ورځ د ۱۰/۳/۱۴۴۵ھ.س نېټه چې د ۳/۷/۱۴۰۲ھ.ل سره برابره ده، د بغلان پوهنتون پخوانی رئيس او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال او مولوي نورالله درویش د شرعیاتو پوهنځي د رئيس په توګه معرفي او رسما یې خپلې دندې پیل کړې. په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د بغلان پوهنتون رئيس مولوي صدیق الله خالد منصور، د رهبرۍ غړو، د څانګو آمرینو، استادانو، اداري کارکوونکو او یو شمېر نورو مېلمنو حضور درلود. د پوهنتون رئيس د خپلې وينا پر مهال په اداره کې تغيير او تبديل یو اصل یاد کړ، همدارنګه هغه د بغلان پوهنتون د پخواني علمي مرستیال پوهنمل داکټر نجيب الله رحمتزي او پوهندوی داکټر عبدالواحد لیاقت هڅې د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایلې او نویو مسؤلینو ته یې د بریا دعا وکړه.