پوهنمل عبدالجلیل هاشمي، د دې پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

د بغلان پوهنتون استاد پوهنمل عبدالجلیل هاشمي، د دې پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې د بغلان پوهنتون رئيس پوهنیار ګل الرحمن رحماني تغییر او تبدیل د اداري کارونو د پرمختګ یو اصل وباله او د پوهنځي د پخواني سرپرست مشر پوهنیار عنایت الله فرهادي د کړنو د ستاینې تر څنګ یې نوي رئیس استاد هاشمي ته په ورسپارل شوو چارو کې د بریالیتوب او ژمنتیا غوښتنه وکړه.