د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او وګړنيز علومو پوهنځي رئیس د ياد پوهنځي استاذانو ته ور وپېژندل شو

baghlan_admin
Sun, Jul 03 2022 8:18 AM
bu

د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او وګړنيز علومو پوهنځي رئیس د ياد پوهنځي استاذانو ته ور وپېژندل شو

نن شنبه د ۱۴۴۳ سپوږميز کال ذي الحجې میاشتې درېیمه نېټه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال چنګاښ میاشتې11 نیټې سره سمون لري ښاغلی پوهنمل عبدالحفیظ تانش د بغلان پوهنتون ادبیاتو او وګړنيز پوهنځي رئیس په توګه د بغلان پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ګل الرحمن رحماني لخوا په داسې حال کې چې مرستيالانو، د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استاذانو او کارمندانو یې ملتیا کوله د یاد پوهنځي استاذانو او مامورینو ته ور وپېژندل شو، او د پخواني رئیس د ښو خدمتونو تقدیر او ستاینه وشوه

ښاغلي پوهنیار ګل الرحمن رحماني د پوهنتون رئیس په خپلو خبرو کې وویل: د ادبیاتو پوهنځي پخواني رئیس د تدریس تر څنګ د پوهنتون د ترقی او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، چې مونږ یې قدر دانی کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته د لوی اجر غوښتونکي یو

د پوهنتون رئیس نوی معرفي شوی رئیس د بغلان پوهنتون وړ او په کار پوه علمي کادر یاد کړ، چې په وینا یې: د نوموړي رئیس په تقرر او ګمارنې سره به د پوهنتون په ځانګړي ډول د ادبياتو پوهنځي علمي او تدریسي چارې لاهم پیاوړې او منظمې شي

په پای کې ښاغلي رئیس صاحب ته د مبارکی تر څنګ ټولو ګډونوالو د الله تعالی دربار ته لاسونه لپه کړه او د توفیق او ښه خدمت کولو دعا غوښتنه یې ورته وکړه

Latest news

Mon, Nov 02 2020 3:46 PM
Background image

امضاء تفاهم‌نامه همکاری‌های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت بغلان

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی این ولایت به امضا رسید

تفاهم نامه همکاری های علمی میان ریاست دانشگاه بغلان و ریاست شهرسازی و اراضی ولایت. . .

Mon, Sep 28 2020 11:46 AM
Background image

معرفی رییس جدید دانشکده زراعت

امروز مورخ ۱۳۹۹/۷/۶ محترم معین الدین نعیمی عضو کادر علمی دانشکده زراعت این دانشگاه توسط محترم پوهنیار عبدالقدیر مهان رییس دانشگاه بغلان، دوکتور نجیب الله رحمتزی معاون علمی و اساتید این. . .

BACK TO NEWS